غزل
څومره شولې لېرې، چې مې خپل شولې
لاړې جانه، سم د انځر ګل شولې
نوره به د مات زړګي چاره كوم
ته خو رانه بېله شوې د بل شولې
وخته برېتور ځوانان دې رام كړلو
سم د پښتنې پېغلې چارګل شوې
ډېر دې په خالونو كې خپل ځان ويني
خدايږو د حمزه بابا غزل شولې
ښكاري اننګو كې دې د زړو وينه
تكه سپينه واوره د كابل شولې
يه هلاله اوس نجونو ته ګران شولې
ټيك شولې، پېزوان شولې، وربل شوې