غلچکۍ شپه
ستړی ستومان ها له هسکو غرونو
د جګو، ټیټو او زورو لاروی
د اوږده خوړ سختو واورینو لارو
لړزولی، رپولی
څو لېوانو د مستیه رغړولی
کرۍ تورې تپې شپې
له بې خوبیه بې سد کړی
ګرانې را چې شمه ستا لنډو کتو ته
یخ لاسونه، یخ مې ټول د بدن غړي
هم لندې خېشتې د پایڅو څوکې
لکه ماشوم سر کېږدم ستا په غېږ کې
د خوبونو ټال مې وزنګوي، ارام شم
په پسته ژبه دی واورمه ځار ځار
را نه هېر ټوله ستړیا او ستوماني شي
عجیبه وي ګرانې هاغه غلچکۍ شپه
له ولولو او محبته ډکه
له ولولو او محبته ډکه
۲۰۰۸/۱۲/۲۵