کور / تازه خبرونه / لوګر : د ايتلافي ځواکونو پر ضد لاريون وشو

لوګر : د ايتلافي ځواکونو پر ضد لاريون وشو

د لوګر د محمد اغا په ولسوالی کي په سلګونو کسانو د سوله ايز لاريون په ترڅ کي د ايتلافي ځواکونو له خوا د نيول سوو ولسي وګړو د خلاصون غوښتنه وکړه ، لاريون کوونکو پر دولت او امريکايي ځواکونو ږغ کاوه چي که تر نن ماځيګر پوري يې بېګنا نيول سوي کسان خوشي نه سي دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي .

مظاهره کوونکو له دولت او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوله چي پر ايتلافي ځواکونو دي فشار واچوي چي د بېګنا خلکو پر کورونو د شپې له خوا بريدونه او د هغوی له شکنجه کولو څخه دي لاس واخلي .

ايتلافي ځواکونه وايي چي د محمداغا ولسوالۍ څخه نيول سوي کسان به تر پوښتنو ګروېږنو وروسته بېرته خوشي کړي .

دا په داسي حال کي ده چي پرون د کندهار هرات لويه لاره هم د کندهار د ميوند ولسوالۍ په سلګونو اوسيدونکو له خوا د لاريون په ډول تړله سوې وه ، د ميوند اوسيدونکو د هغه څه په اړه لاريون کړی و چي ويل يې ايتلافي ځواکونو يې وړمه شپه پر يوه کور د بريد پر مهال ۱۱ بېګنا وګړي وژلي او د يوې ځواني مېرمني په ګډون يې څلور کسان له ځانونو سره بېولي وو . ايتلافي ځواکونو په ميوند کي وژل سوي او نيول سوي کسان طالبان بلل ، خو د سيمي اوسيدونکو د وژل سوو کسانو جسدونه د کندهار هرات لويي لاري ته را ايستلي وو او ويل يې چي دا ټول ولسي وګړي وو چي ايتلافي ځواکونو ددوی په وينا په وحشي ډول ووژل .


د پېښي په اړه نور جزيات د لوګر په معلوماتي بلاګ ( زرغون ) کي ولولئ .