کور / راپور / په بلخ كې مېرمن كولتوري ټولنيز بهير څلورمه غونډه وكړه

په بلخ كې مېرمن كولتوري ټولنيز بهير څلورمه غونډه وكړه

 


د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د مرغومي په اوومه مېرمن كولتوري ټولنيز بهير درېيمه غونډه د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتركې وكړه. 


غونډه د طيبه مقدس لخوا د قرانكريم په څو مباركو ايتونو پيل شوه چې د ويندويي چارې يې قمر نوري تر سره كولې. 


د تېرې غونډې راپور زرغونې ولوست. 


د غونډې په پيل كې ذبيح الله احساس د غونډې ګډونوالو ته د ويندويي په اړه لنډې خبرې وكړې. 


په غونډه كې جميله، قمر نوري، زرغونه او ذهرې خپلې ليكل شوې لنډې پېژندنې د نثري بېلګې په توګه وړاندې كړې. 


ورپسې  شاه بي بي، ملالۍ، جميلې او راضيې د غونډې ګډونوالو ته په خپل وار شعرونه او لنډۍ وړاندې كړې. 


په پاى پرېكړه وشوه چې د بهير هره يوه ګډونكونكې به د مومند بابا كتابتون څخه يو يو كتاب د يوې اوونۍ لپاره د لوستنې په موخه وړي. 


د غونډې په پاى كې ګډونوالو د نثري لوستنې په خاطر د مومند بابا كتابتون څخه د لنډې كيسې يو يو كتاب واخيست. 
 
لراوبر ډاټ کا م  په لراوبر وطن کي دننه او د نړۍ په نورو هيوادونو کي د کلتوري او سياسي ټولنو او پروګرامونو له چلوونکو هيله کوي چي د خپلو غونډو ، سيمينارونو او مشاعرو او مجلسونو راپورونه او عکسونه د خپريدو لپاره لراوبر ډاټ ته راوليږي چي هم په نړيوال انلاين ارشيف کي خوندي سي او هم ترې د لراوبر هر وګړی د کور دننه اوبهر  خبر  واوسي .