کور / شعر / دا يوازې ته ولوله

دا يوازې ته ولوله

شاعر او ليکوال ښاغلی عبدالغفور لېوال


 


اوس نو هر څه درته وايم
نور نو د پټې خبر نه ده پاتې
نور مې د ځان ملامتۍ نه خلاصيدلى نه شم
پوهيږې؟!
جنګ كې ماته هله راځي
چې زه په خپله ګناه وپوهيږم
نور زه پوهيږم چې د خداى او بنده
او ستا د سترګو ګنهګار څومره يم
هو! ما په مينه كې د مينې د آبرو په خاطر
د مينې نوم سره جفا كړې ده
او ما په خپل لاس هغه ټول قولونه
هغه وعدې، هغه د مينې پيمان
او ستا باور مات كړي
هيڅوك، په دې لويه دنيا كې پوهېدلى نه شي
چې ((انسانيت)) كله د ((عشق)) په لوى قاتل بدليږي
څوك به د عشق او انسانيت د جنګ په راز پوه شي؟
ما په دې جنګ كې خپله توره سره كړه
زه لوى قاتل شوم او سپېڅلې وينه وبهېده
ما ستا د هيلو پيغلې ووژلې
او ما د خپلو ارمانونو زلمي ټول حلال كړل
ته وايه ولې؟!
بس د ژوند او انسانيت په خاطر
زه يو عادل پاچا شوم
يوه ښايسته شهزادګۍ
شوه د دښمن پاچا پر زوى مينه
آ بل پاچا زما رعيت پسې وه توره ايستې
اول ما خپله شهزادګۍ په وينو ولړله
او بيا د بل پاچا جګړې ته ولاړم
ټول رعيت لاس پورته كړ
زموږ عادل پاچا دې خداى و بښي
زموږ پاچا ده يوه لويه قرباني وركړې
او زه عادل پاچا شوم
د خپل رعيت په خاطر
                                             د قربانۍ ستورى شوم
ټوله دنيا كې مې لوى نوم پاتې شو
مګر د عشق په وړاندې
څه شرمنده څومره سركوزى ناست يم
هغه سپېڅلې ها ښايسته شهزادګۍ
بس لكه لمر د عشق پر هسك ځليږي
او د ما د خپل رعيت لپاره هغه ووژله
ما ستا لپاره هيڅ يو ګل را نه وړ
ما خپلې ګوتې تورو خاورو كې ونه كرلې
ما ويل له ګوتو به اغزي را شنه شي
خداى مه كړه څوك به پرې ازار غوندې شي
ما خپلې ګوتې تورو خاورو كې و نه كرلې
او ستا پيكى له ګله تش پاتې شو
ما ستا د عشق د قتلولو په نيت
د انسانيت ډېر شعارونه جوړ كړل
ما ويل كه بل ووژنم
زه به قاتل شم
                            خو هغه به لكه لمر پر هيڅ افق باندې و نه ځليږي
خو ته مې ووژلې!
چې اوس د عشق د هر قدم رڼا يې
ته زما د شعر اتله
چې ښايي هيڅ تا ته ارزښت نه لري
ما ستا په قتل تا ته هر څه دركړل
لكه مكه كې قرباني د ذبيح
لكه جنت كې د شهيد انګازه
لكه د ټول تاريخ پر ټنډه د ايثار نشاني
عشق ستا په نوم يو بل تاريخ پيل كړ
او تا د مينې له آسمانه بل كتاب راوړ
خو زه په دې عصر كې
لكه يو لوى ګنهګار
ستا د سپېڅلې قربانۍ نښه شوم
چې هر مين به مې په شګو ولي
زه ګنهګار يم، مقدس ګنهګار
د عشق له وينو
هره ورځ د خپل ضمير ډيوې ته تېل وركوم
زما قرباني لويه ده!
چا به خپل زوى وي په رسۍ تړلى
او په مرۍ به يې چاړه راكاږي
څوك به خپل پوست كې د چينجيو
د خوراك لپاره غوښه ګوري
څوك به ظالم ته هم له خدايه ځنې رحم غواړي
څوك به سينه
                          د دښمن تېغ ته لكه سپر ونيسي
څوك به د وينو كربلا ته وي په خپله روان
خو د تاريخ له قربانيو څخه
تر ټولو لويه قرباني زما ده
چې اوس يې وايم درته!
زه به يې ووايم، خو ويره لرم
چې د اسمان ستوري را ونه لويږي
او لمر له ډېر شرمه ويلي نه شي
توتكۍ مړې نه شې
                               تاووس له غمه و نه سوځي
زه به يې ووايم خو وېره لرم
چې د دنيا عاشقان ټول
                                           زما د سنګسار لپاره
غرونه لاسونو كې را پورته نه كړي
او د بحرونو سترګې اوښكو څخه وچې نه شي
زه به يې ووايم خو وېره لرم
چې اسرافيل خپله شپېلۍ پُو نه كړي
او زما كيسه خداى مه كړه پاتې نه شي
زه به يې ووايم خو زما محبوبې!
ستا ښكلې سترګې به يې و نه مني
چې ما د يو انسان د ژوند په خاطر
د خپلې مينې غاړه غوڅه كړله
او ما يوازې انسانيت ته د وفا په خاطر
مينې ته
              نه وويل!!! 
                                              
             ۱۳۸۶_ لېندۍ