ديوپوليس دوژنې پرسر اوه پوليس اوشپږ وسله وال ونيول شول

د لراوبر اداره | دسمبر 28th, 2008


 


په کابل کې دجنايي پوليسو مشر وايې چې دقمبر په څلور لار کې دوژل شوي پوليس دوژنې په تور يې شپږتنه شرابيان او اوه تنه پوليس نيولي دي


 


دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزي اوتحقيق دچارو ريس جنرال عليشاه پکتياوال وايې چې دغه کسانو تيره ورځ دسيداحمد په نوم دپنځمي حوزې اړوند دقمبر په څلور لارې کې دسيداحمد په نوم يوپوليس ددې په خاطر وژلى وو چې يوکورلاموټر يې درولو خو هغه ورته ونه دريد اوپه تومانچې سره يې عسکر په مرۍ کې وويشت اوې واژه .


 


پکتياوال وويل چې پوليسو يې هڅې وکړي اودشپږ واړه چې په يوه کرولاموټر کې سپاره وو اوشرابو په نشه کې وو دکار ته مامورين په سيمه کې ونيول .


هغه وويل چې دکارته مامورين دپوستي اوه تنه پوليس يې هم په دې پېښه کې دبېغورۍ په خآطر نيولي دي


 


جنرال پکتياوال وايې چې له نيول شويو شپږ، کسانو سره يوه تومانچه هم وه چې ګومان کيږي په همدې تومانچه بۀ يې وژلي وي


ديادولو وړده چې په کابل کې دشرابو څښلو پېښې ډيرې شوي دي ، د کابل ځيني ښاريان ادعا کوي  چې علني په دوکانون کې پلورل کيږي اوڅښل کيږي .


 


خو  پکتياوال وايې چې دقانون له مخې ټول هغه کسان به ونيسي اودقانون منګلوته به يې وسپاري کوم چې شراب څښي اوياېې پلوري .


 

Copyright Larawbar 2007-2024