کور / سياسي / یو خارجی چي پر ټولو افغانانو گران دی

یو خارجی چي پر ټولو افغانانو گران دی


 


د نيويارک ټايمز اخبار د ډسمبر پر ٢٤  په کابل کي د يوه ايټالوي ،ښاغلي البيرتو کېرو، د فعاليتونو په باب لنډ مگر په زړه پوري رپوټ ليکي دي.   د ايټاليا د تورين د ښار پخوانى  وکيل، ښاغلي البيرتو کېرو،  وايي:” ما افغانانو ته چندان څه ندي ورکړي، بلکي افغانانو ماته ډېر شيان راکړي دي.  زه  ډېر عميق سړى نه يم، خو دلته  معنوي خوشحالي احساسوم.”   هغه په پښتو، فارسي، او انگريزي پوهېږي.  ښاغلي البيرتو کېرو په کابل کي يو روغتون لري، او  هلته  د افغانستان د ديرش کلن جنگي او نورو  معيوبينو ته مصنوعي لاس او پښې، په روغتون کي دننه د معيوبينو لپاره کار،  او نور وړيا طبي خدمات لري.  ښاغلي البيرو کېرو په  کال ١٩٩٠ کي په کابل کي کار پيل کړى دى او تر اوسه پوري هلته په خدمت بوخت دى.   د افغانستان  د حالاتو پخوانى دقيق څارونکى او د نيويارک ټايمز مشهور ژورناليسټ،  جان. ايف.  برنس، پدې باب له کابل څخه رپوټ لري.  درانه لوستونکي کولاى سي چي د نيويارک تايمز ويب سايټ ته ولاړ سي او هلته ددغه رپوټ ويډيو هم وگوري.  ډېري جالبي صحنې او خبري لري. رپوټ تر ډېره حده کامل ترجمه سوى دى.  


http://www.nytimes.com/2008/12/25/world/asia/25afghan.html?_r=1&ref=asia 


تاریخ داسی راوړې  ده چی په افغانستان کی هره بهرنۍ قوه بالاخره ناکامه کېږی.  په کال ۱۸۴۲ کی، د انگرېزیانو شاتگ د کاملی تباهۍ سره مخامخ سو.  قریب ۱۵۰ کاله را وروسته په  کال ۱۹۸۹کی  په شورویانو هم د انگریزان کانه وسوه. نن سبا، د کابل ښار له هري خوا څخه د طالبانو تر محاصرې لاندی دی، او ددې بېره سته چی نننی اشغال به هم بالاخره ناکامه سی.   


ددې روانی جگړې نتیجه چی هر څه وی، هغه به وي، خو ټول افغانان په هر قوم پوری چی اړه لری، او حتی ‌طالبان هم، پدې قانع دی چی یوه خارجي سړی چی د افغانستان لپاره واقعا خدمت کړی دی او له افغانستان څخه يې څه ندي وړي، هغه ښاغلی البیرتو کېرو دی.   


ښاغلی البیرتو کېرو یو وخت په خپل ټاټوبی، ایټالیا، کی یو وکیل وو.  مګر نن ورځ ښاغلی البیرتو کېرو د افغانانو محبوب او خوږ ملګری دی.   هغه د سره صلیب سره کار کوی، او د افغانانو په مینځ کی د” ښاغلي البيرتو” په نامه شهرت لری. 


ښاغلی البیرتو، ۵۶، کلن دی، او په کال ۱۹۹۰ کی افغانستان ته د روسانو تر وتلو وروسته راغلی دی.  هغه په افریقا کی کار کاوه، خو  سره صلیب د اورتوپيډیک په ساحه کی  افغانستان ته  ور ولېږه.  د ښاغلی البیرتو دنده دا ده چی د معیوبو افغانانو سره د مصنوعی لاسونو او پښو په جوړولو کی مرسته وکی.   


د سره صلیب د همدې دفتر لاسته راوړنی او نتایج اوس د افغانستان په هر ګوټ کی لېدل کېږي.  د سره صلیب همدا پروګرام په کال ۱۹۸۸ کی پیل سو، او تر  اوسه پوری یې  ۹۰۰۰۰ افغانانو ته لاس، پښې، سترګی، او نور مصنوعی غړی جوړ کړی دی.   د افغانستان په دیرش کلنه جګړه کی قریب لس میلونه ماینه د هېواد په ګوټ ګوټ کی ښخ سوي دي. 


ښاغلی البیرتو یو ډنګر، چست او چالاکه، او مهربان سړی دی.   مګر یوازی يې هله  د قهر او غوسې  علامې په مخ کی ښکار سی چی خلک د ده د کارونو صفت او توصیف پیل کی.  هغه وایی: ” په کابل کی د کارکولو خیر یې دونه افغانانو ته ندی رسېدلی، لکه ده چی لدې دندی څخه معنوی ګټه اخیستې ده.”   


هغه دا دنده لدې کبله انتخاب کړې ده چی غواړی د نورو خلکو سره مرسته وکی.  ښاغلی البیرتو اوس لدې ژوند څخه پرته د بل ژوند خیال هم حتى نسی کولای.   


هغه وایی: کله چی زه له افغانستان څخه بهر یم، زه  په افغانستان کی پرته د خپلو کارونو په اړه د بل شی په باره کی فکر هم نسم کولای.  هغه د خپلی مورنۍ ژبی تر څنګ په انګیسی، پښتو، او دری  پوهېږي.


په کابل کی، د ښاغلی البیرتو روغتون یو غټ غولی لری.  همدا ځای جمهورریس نجیب الله سره صلیب ته ورکړی وو.   دا روغتون له وخت راهیسی کار کوی.  فقط یو ځل د ۱۹۹۰ کلونو د داخلی جنګونو په ترڅ کی موقتی وتړل سو، او جالبه دا ده چی تر اوسه پوری هیچا پر دغه روغتون برید ندی کړی.   


کله چی د ښاغلی البیرتو څخه پوښتنه وسوه چی ایا ستا په ناروغانو کی ‌طالبان هم شامل دی او کنه؟  هغه وویل: ” زه هیله من یم.  موږ یوازی د نوم راجستر لپاره د ناروغانو نوم  لیکلو.  دوی کولای سی چی هر نوم انتخاب کی، موږ پلټنی نه کوو.” 


نن سبا، د دغه روغتون کلني  ۶۰۰۰ ناروغان د ماینونو قربانیان ندی، ځکه اکثره ماینونه د ملګروملتونو او نورو مرستندیو موسساتو په همت پاک سوی دی.  نننی ناروغان اکثره یا د موټرانو په ټکرونو کی خپل غړی له لاسه ورکړی دی، یاد ګوزن او تبرکولز قربانیان دی.   


ددغه روغتون له ۹۰۰۰۰ ناروغانو له جملې څخه چی مصنوعی لاس او پښه لری، ۷۰۰۰۰ هر کال یو ځل بیاد معاینې  او یا نویو الاتو د اخیستلو یا سمولو لپاره  د البيرتو روغتون ته راځی.  پدې روغتون کی ټول معانیات،  دوا، او بسترونه وړیا دی. 


افغانان د بیاودانولو د پروژو دکارکونکو د اسراف  څخه شکایت کوی.  ښاغلی البیرتو وایی: ” افغانان  موږ وینی چی په غټو او لوکسو موټرانو کی کښته او پورته کېږو.”    خپله ښاغلی البیرتو ډېره سپما کوی، او خپل د معاش یوه برخه هم د روغتون په کارونو لګوی.  پدې روغتون کی ګرده کارکونکی افغان معیوبين دی، یو هم خارجی ندی. 


ټول افغانان د  ښاغلی البیرتو سره بې حده مینه او محبت لری.  کله چی یو معیوب وروسته له کلونو کلونو شلتوب  څخه پر خپلو مصنوعی پښو باندی تگ پيل کړي، سمدستی یې په سترګو کی اوښکی را څرګندی سی، او د ښاغلی البیرتو څخه مننه او قدردانی کوی. 


شاه محمد یو ۲۵ کلن پولیس دی چی خپله یوه پښه یې د ‌طالبانو په ماین کی له لاسه ورکړې ده.  هغه وایی: “دا ښه خبره ده چی امریکایان په افغانستان کی دی، ځکه دلته طالبان سته.  که طالبان زما په لاس راسی، زه به مېچینی باندی وګرځوم ؛او ټوټې ټوټې به يې کم.”  شاه محمد دوام ورکوی وایی:  ” ښاغلی البیرتو پر موږ ګران دی او موږ مینه ورسره لرو.  لطفا، دا ولیکه.  هغه پر موږ ګران دی.” 

.