رؤفي ولي ؟؟؟

د لراوبر اداره | دسمبر 28th, 2008


رؤفي صاحب د افغانستان د اردو هغه پیاوړی او غښتلی شخصیت دی چې د هغه کړنې د افغانستان ټولو وګړو ته د لمر په شان ښکاره او روښانه دي. خو د بده مرغه وروسته له دې چې افغانستان د دیرش کلن جګړیز بهیر څخه راووت نو معیارونه یې هم بلعکس شول. مطلب که چېرته صادق وي نو د هغې په ځای غل، داړه مار، او نور… معیارونه رامنځ ته شول.

دا چې د کرزي ورور ولي څوک دی؟ هغه ټول پیژني. او دا چې هغه د دغه اولس وينې څنګه چکلي هغه هم ټولو ته ښکاره دي. تاسو که د کندهار ښار ته لاړ شﺉ نو د سیمې مارشال فهیم به تاسو ته ولي کرزی وي. دومره ظلمونه چې دې هلته د کندهار په خلکو تحمیل کړي زه ګمان نه کوم چې بل چا هغه شان کړنې ترسره کړي وي. ډېر د خواشینتیا خبره خو داده چې مخکې له دې چې رؤفي صاحب هلته وټاکل شي د ولي له خوا ټولو دولتي او غیر دولتي اداراتو ته ګوت نیونه وشوه چې ولې هغوی دومره ډېر وردګ کدرونه په خپلو ارګانونو کې ټاکي. او د خپل تعصب او کرغیړن تبعیض لمن یې د وردګ کدرونو په وړاندې پرانیسته. چې په هغې لړ کې ځينې نور مهم بدلونونوته اشاره کول حتمي دي. لکه د کندهار د امنیې قومانداني جنرال عزیز وردګ د بدلېدو، رؤفي صاحب استعفاء ته اړ اېستل او د محصلینو تر منځ د وردګو خلاف توطﺉه جوړل د ولي د هغو شومو پلانونو څخه وؤ چې ډېر خلک ترې په ښه توګه خبر دي.

تاسو ته به د کندهار په ولایت کې د وردګو مېشتو محصلینو په وړاندې وروستۍ بې انصافي په ښه توګه معلومه وي چې څومره بې انصافي د هغوی په وړاندې وشوه. د ولي په اشاره خو د کندهار ولایت څخه ګل آغا شیرزی، جنرال عزیز وردګ، عصمت الله علی زی، اسدالله خالد او نور … تبدیل شول. زه نه پوهېږم چې افغانستان د افغانانو دی او که د کرزیان دی. کرزي چاچا هم د هغې چل ول زده کړی او په کابل کې یې هم په چارو کې دغه شان کړنې ښکاري لکه د ډاکټر فاروق بدلیدنه، د خپلو ورور ملاتړ او داسې نور…

بیا هم په ډېرې حیرانتیا خبر شوم چې رؤفي صاحب کندهار ته د والي په توګه لېږل شوی. حیرانتیا خو راته په دې وه چې ولي څنګه دومره لوړ پوړی وردګ چارواکی هلته منلی. په دې هم ډاډه وم چې رؤفي صاحب به د هغې کرغیړنې څېره سره د افغانستان د ملي ارزښتونو خلاف هیڅ هوکړه ونه کړي. خو وروسته له څو ورځو راته ښکاره شوه چې رؤفي صاحب په خپل هماغه مېړني غیرت او غښتلي وجدان هيچ شان هوکړې ته چمتوالی ښکاره نکړ نو ځکه خو د ولي سنګهـ په اشاره د کندهار د ولایت څخه ګوښه شو. دا چې هغه د کندهار د ولایت څخه ګوښه کړ شو دا د هغې د مېړانې، وجدان او افغاني غیرت نښه ده خو دا چې ولې ګوښه کړ شو؟ کرزی سنګهـ باید ورته ځواب ووايي چې دغه اولس یې څومره کړولی او څومره نور یې کړوي. زه چې ځان ته یو پښتون وايم نو د کرزي په شتون کې د پښتنو وده، پرمختګ، حقوق ورکونه ناشوني بولم.

کرزی به د تاریخ په هغو تورو پاڼو کې ثبت شي په کومو کې چې د دې هېواد نورې تورې څېرې لکه کلکانی، کارمل، مسعود، رباني، پدرام او نور… درج دي. زه خو لا دا وایم که موږ واقعیت او عدالت ته راشو نو ددغو تورو څېرو په منځ کې به کرزی لا نور هم مخکې وي. دا هم طبیعي خبره ده چې کرزی خپله پښتون او خپله د پښتنو د یو والي او د ملي ارزښتونو خلاف کار کوي نو ځکه خو یې تورنتوب تر نورو زیات دی.

بیا هم زه دا وایم او ګیله کوم چې ددغو هېواد وجدان لرونکو لېکوالو، ژورنالیسټانو او نورو ولې د رؤفي صاحب په بدلیدنه یو غبرګون ښکاره نه کړ. زه غواړم چې تاسو ټولو ته ستاسو ایماني او وجداني دین در په یاد کړم. په دو هیله چې دغه شان یوه رهبري په افغانستان کې حاکمه شي چې د افغانستان مېشتو ټولو اقوام د یووالي لپاره غښتلي ګامونه پورته کړي. نه دا چې د مخدره توکو د قاچاق، د انسانانو د قاچاق، او د افغانستان د ملي ارزښتونو په خلاف په نورو کړنو بوخت وي.

په درناوي

«

Copyright Larawbar 2007-2024