کور / تازه خبرونه / عاجل خبر: ځانمرګي بريد، لسګونو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

عاجل خبر: ځانمرګي بريد، لسګونو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن غرمه يوولس بجې مهال، د خوست لويديځ ته د اسماعېل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه ځانمرګى بريد وشو.

ولسوال دولت خان قيومي وايي، چې بريد د صرف موټر په وسيله شوى، د ولسوالۍ وره ته نېږدې شوى.

له ولسوالۍ سره په يوه ديوال د سيمې مشهوره ليسه (څړبن) هم ده.

د ولسوال په خبره په دې پېښه كې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي او پر دې سربېره د ښوونځي څلور ماشومان وژل شوي هم دي.

ولسوال د ژوبلو شمېر ونه ښود، خو د خوست ملكي روغتون ډاكټران وايي، چې دوى ته يې له دېرشو زيات ټپيان ور وړي، چې زياتره يې د ښوونځي زده كوونكي دي.

د پېښې عيني كتونكي وايي، چې د پېښې په ځاى كې، د ماشومانو زده كوونكو، كتابونه، بكسونه، خولۍ، بوټونه،د جامو او تن ټوټې پرتې دي.

په تېرو كې هم د خوست په يو شمېر ولسواليو ورته ځانمرګي بريدونه شوي، خو دا لومړى ځل دى، چې ډېر زيان يې عامو خلكو ته رسيږي او هغه هم، د ښوونځي زده كوونكو ماشومانه ته.