په جلال اباد کې د پژواک صاحب نمانځنغونډه

جان محمد مهربان | دسمبر 28th, 2008


دباندنيو چارو وزارت او ننګرهار ولايت په ګډه  په جلال اباد کې د هېواد دنوموتي سياستوال او اديب ارواښاد عبدالرحمان پژواک د زېږېدا  پينځه نويمه کاليزه ونمانځله.  دنوموړي په ياد جوړ شوي يو ورځني سيمينار ته د هېواد وتلې ادبي او سياسي څېرې رابلل شوې وې، چې هرتن په وار وار  دهغه په ژوند او اند خپلې ليکنې او ويناوې واورولې، ارواښاد په ۱۲۹۸ کال د غزني په ولايت کې د قاضي عبدالله کره دې نيمګړې نړۍ ته سترګې غړولې وې، چې  په ۱۳۷۴ کال کې د ۷۶ کالو په عمر په پېښور کې ومړ او بيا د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په باغبانيو کې خاورو ته وسپار شو. دا که پژواک صيب د هېواد او نړۍ په کچه په سترو څوکيو پاتی شوی او بېلابېلې دندې يې ترسره کړي دي، خو له بل پلوه يې بيا په  پښتو او دري ژبه  د شعر ا ونثر يو شمېر اثار هم ټولنې ته پرې ايښي دي.                                     

Copyright Larawbar 2007-2024