کور / د ماشومانو نړۍ / سړی او لېوه

سړی او لېوه

یوه ورځ یو وږی لېوه په واوره او ساړه باد کې له ځنګله راووت او یوه کلي ته نږدې راغی،د کلي په یوه کور کې یې د یوه بزګر په پسونو سترګې ولګېدې، په دې کور کې ډېرو نورو وریو هم رمباړې وهلې.
لېوه په بيړه هلته ورننوت، یو وری یې ولید، هغه یې ځنګله ته وتښتاوه، وری ډیر کوچنی او ډنګر و، خو خوارکي لېوه دومره وخت نه درلود چې تر ټولو مزی انتخاب کړي.
لږ وروسته د کلي سپي او کلیوال چې پر له پسې ډزې یې کولې او چړې یې په لاسونو کې وې په لېوه پسې په منډو شول. هغوی لېوه ژوبل کړ، خو لېوه په ډېرو خواریو ډنګر وری خپل کور ته، چې په غره کې یو غار و، ورساوو.
وری د لېوه بچیانو ته نه بس کېده، لېوه له نا چارۍ په وږي نس ویده شو.
په سبا بیا لېوه ډېرې لوږې مجبور کړ، چې کلي ته ولاړ شي، لېوه د ونو له منځونو پسونو ته کتل.


په دې وخت کې یې ولیدل چې دوه سړي  چړي په لاس د پسونو خونې ته ننوتل، دوه مزي وري یې راوایستل، حلال یې کړل او پوستکي یې ترې وایستل، لېوه په حسرت خړ خړ ورته کتل، وروسته یې اوربل کړ، وري یې کباب کړل. وري یې میلمنو ته په پتنوسونو کې کېښودل. میلمنو ته موسیقي غږول کېده، دوی غوږ ورته نیولی و، جامونه یې پورته کړل او ویې څښل، د کور خاوند ته یې ویل: «مننه» او د کور خاوند ورته ویل: «د مننې وړ نه دي» لېوه د دغې صحنې په لېدو سره له ځانه سره وویل :


دغه انسانان هم عجیب موجودات دي، د هغه کار په خاطر چې موږ یې کوو په موږ پسې ټوپکې او چړې را اخلي، سپې را پسې خوشي کوي، او موږ وژني. خو دغه کار چې بیا دوی کوي موسیقي هم ورته غږول کېږي.


لیکوال: خریستوپلیتیف (بلغاریا)






ګرانو کوچنيانو !


تاسي موږ ته په برېښناليک کي خپل کيسه عکس راواستوئ ، او دا هم راته وليکئ چي دا کيسه مو خوښه سوه که نه . موږ به ستاسو کيسه او عکس په انټرنټ کي خپاره کړو چي ستاسي شريکان او ټوله دوستان يي وويني .larawbar.com@gmail.com

تبصره نسته

  1. ښکلې ژباړه ده، دا ډول ژباړي د پښتو ژبي د کوچنيانو د ادبياتو د تشي ډکولو په برخه کښي مثبت رول لوبولائ سي، هيله ده چي زموږ شاعران د شعر او غزل پر ځای ژباړي ته هم توجه زياته کړي !