کور / تازه خبرونه / سريلانکا: ځانمرګي بريد ۲۰ تنه زخمي او ۸ نور ووژل

سريلانکا: ځانمرګي بريد ۲۰ تنه زخمي او ۸ نور ووژل

دسريلانکا په مرکز کولومبو د واتالا په ښار کښي يو ځانمرګۍ بريد ترسره سوی چي په ترڅ کښي يې شل تنه ژوبل او اته نور وژل سوي دي .

د بريد پړه لا تراوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې خو د پوليسو په عقېده ښايي ټاميل پړانګان په دې کښي لاس ولري .


د ټاميل پړانګانو او حکومت ترمنځ شخړي د ۱۹۸۳ ميلادي کال راهيسي جريان لري؛ ټاميل پړانګان غواړي چي د سريلانکا په شمال او ختيځ کښي خپلواکه ايالت ولري، چيرته چي خاص د ټاميل پړانګانو غړي اوسي او د دوی په وينا د زياتو سريلانکاوي ژبو اوسېدونکو په تناسب د دوی هغه تر تعصب لاندي دي .