کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريد ۴۰ کسان ووژل او تر ۵۰ زيات ژوبل کړل

ځانمرګي بريد ۴۰ کسان ووژل او تر ۵۰ زيات ژوبل کړل

نن د پښتونخوا صوبې په بونير کي پر انتخاباتي مرکز ځانمرګی بريدترسره سو چي په نتيجه کي يې شاوخوا څلوېښت کسان وژل سوي او تر پنځوسو زيات ټپيان سوي دي ، د يادي سوي بريد پړه سيمه ايزو وسله والو طالبانو پر غاړه اخستی دی . دا ځانمرګی بريد په موټر کي د چاوديدونکو توکو پذريعه رامنځته سوی دی ، په پېښه کي د بنير سيمي يو ښوونځي او د انتخاباتو مرکز ويجاړ سوي وي . د بونير څخه د لراوبر خبريال ليکي چي پېښه ډېره زوروره وه  او د ښوونځي تر څنګ يې شاوخوا د هستوګنو کورونو ته هم مالي زيان اړولی دی .

سيمه ايزو طالبانو ويلي دي چي نننی بريد يې د خپلو شپږو وژل سوو ملګرو په بدل کي ترسره کړی دی . سيمه ايز وګړي وايي په دې پېښه کي تر ټولو زياته مرګ ژوبله عامو وګړو ته اوښتی دی .