کور / خبرتیا او پيغامونه / نړۍ اونيزي په خپرونو پېل وکړ

نړۍ اونيزي په خپرونو پېل وکړ

د نړۍ اونيزې لومړۍ ګڼه د انجينر فضل هادي فضليار په مسئول مديريت، په اخباري بڼه، په اتو مخونو کښي چاپ شوه.

د نوموړې اونيزې په لومړۍ ګڼه کې د هېواد او نړۍ د تازه خبرونو تر څنګ، ښکلي او په زړه پورې سياسي، ټولنيز، کلتوري او اقتصادي مطالب چاپ شوي دي.

نړۍ چې په اونۍ کې يو ځل د پنځه زرو (٥٠٠٠) ګڼو په شمېر کې چاپيږي، له جلال اباد څخه د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته استول کيږي .

د يادونې وړ ده چې نړۍ په تېرو درې کلونو کې د يوې خپلواکې مهالنۍ مجلې په توګه خپرونې کولې، خو د څلورم کال له لومړۍ ګڼې وروسته به په اونۍ کې يو ځل په اخباري بڼه خپريږي.