کور / کتاب / دسپيني ادې دټولني دویم کتاب(پښتو لنډګرامر) چاپ سو

دسپيني ادې دټولني دویم کتاب(پښتو لنډګرامر) چاپ سو

دکتاب نوم:      ګرامر مختصر زبان پشتو (پښتو لنډ ګرامر)
ليکوال:   تېمورشاه یوسفزی
تصحیح : فضل احمد (مهمند)
خپرندوی:   دانش خپرندويه ټولنه _ پېښور
چاپشمېر:    ۱۰۰۰ ټوکه
چاپکال  :       ٢٠٠٨ز / ١٣٨٧ ل
مخونه  :       کچه :A5


گرامر مختصر زبان پشتو


انځور : له دانش پريس ډاټ کام نه په مننه | Image : Danishpress.Com



دپښتو ژبي لنډګرامر چي په آسانه او روانه دري ژبه د سپيني ادې  دادبي او کلتوري ټولني دیوه غړي په زیار لیکل شوی وو، د ددانش خپرندويي ټولني لخوا دپېښور په ښار کي چاپ شو .
داچي دپښتو ژبي لنډ ګرامر باید دیوه پښتو ژبي استاد او یا هم هغه کس په وسیله  لیکل شوی  وای، چي  دپښتو په ګرامري ساحه کي یې ډېرمالومات او زده کړي درلودای  ، خو د دې کتاب دلیکوال تېمورشاه یوسفزي په وینا، خپله نوموړی  په پښتو ژبه کي کومي خاصي زده کړي نه لري او ددې کتاب د لیکولو کار یې هم د ټولني داړتیا سره سم کړی ، داچي تراوسه د دري ژبو زده کوونکو لپاره دپښتو ژبي ګرامر ددوی په ژبه مخکي شتون نه درلود ، له همدې امله نوموړي لیکوال هڅه کړې ده ، ترڅو هغه اساسي ګرامري ټکي چي دپښتو ژبي د زده کړو لپاره ډېر اړین ګڼل کېدل، دبېلابیلو کتابونو څخه راټول اوبیا یې په آسانه او روانه دري ژبه ، دپښتو ژبي و مینه والو ته ډالۍ کړي .


دسپیني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه –  هرات
محمد نعیم – افغان