غزل
40
خونه دپښتون چې په كې پاكه خدايه ړنګه ده
دا دنيا دې اورواخلي او دا دنــــيا بدرنګه ده
هلته پنجابۍ پېغله زموږ له خولو رنګ اخلي
دلته پښتنه پېغله ساده ګرځــــــــــــي ملنګه ده
ستا بچي خوشال خټكه ستا په قدم نه لاړو
ستا دغزا توره تكه توره اوس لــــه زنګه ده
څو به انقلاب وي او تر څو به ورور وژنه وي
دا جنتي خاوره اوس تبــــــــــا تبا له جنګه ده
چې پښتانه په كې دامن پر ځاى جنګ ته لاړو
وه سعيده دا زمانه ښايي چـــــــــــې اورنګه ده