کور / خبرتیا او پيغامونه / rohi.af – پښتو او پښتنو ته د چوپړ په لاره کې دوه کلنه شوه

rohi.af – پښتو او پښتنو ته د چوپړ په لاره کې دوه کلنه شوه

 وايي اغيار چې د دوزخ ژبه ده


زه به جنت ته د پښتو سره ځم


پښتون قوم د خپل تاريخ  له ډېر ستر ناورين سره مخ دی او هر بادرده پښتون مسووليت لري چې له دغه ناورين څخه د وتو په لار کې له خپلې وسې سره سم خپل دين اداکړي او پښتون قوم نور د غفلت له خوب څخه راويښ کړي ، د جهل او وحشت له تيارو څخه يې راوباسي او د جګړې له بلو لمبو يې وژغوري .

www.rohi.af


له نېکه مرغه د پښتون په ځوان کهول کې ډېرو ځوانانو خپل دغه ملي او تاريخي مسووليت درک کړی . په دغه لړ کې  روهي وېب ډله هم وياړ لري ، چې د پښتو او پښتنو چوپړ ته يې ملاتړلې او تېر دوه کاله يې د روهي وېب پاڼې له لارې په پرله پسې توګه هڅه کړې ، خپل درانه او دردمن هېوادوال د خپل هېواد، سيمې او نړۍ له سياسي او ټولنيزو حالاتو په خپل وخت خبر کړي او د علم او ادب له نويو پرمختګونو سره يې اشنا کړي .که چېرې له روهي وېب پاڼې سره ستاسو درنو هېوادوالو قلمي همکاري همداسې دوام وکړي او د تل په څېر ستاسوله ښو مشورو او وړانديزونو څخه برخمنه شي   ، نو انشاالله چې موږ به هم د خپل ولس لپاره  د لازياتو او ارزښتمنو خدمتونو جوګه وګرځو.

په پای کی د روهي وېب ډلې په استازېتوب ، د روهي وېب پاڼې د دويمې کاليزې په وياړ ټولوتخنيکي همکارانو ، ژورناليستانو او مينه والو ته د خپل د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم .

ستاسو د لازياتو همکاريو ، مشورو او وړانديزونو په هيله ،

تبصره نسته

  1. ډېر دروند ډاکټر صيب!
    تاسو د روهي ويبپاڼې د دوه کلنۍ په اړه ښه خبر پورته کړی دی او زه هم ددې تورو په وسيله تاسو او هم ټولو ورونو ته ددې خوښۍ مبارکي وايم.

    وروره! يوه ډېره مهمه خبره مو له یاده وتلې ده، چې تاسو په پورتني راپور کې د روهي ويبپاڼې پته د لوستونکو مخې ته نه ده ايښې، چې وکولی شي د هغې په وسيله د ويبپاڼې منځ ته ولاړ شي او د نور وخت لپاره يې له ځان سره په خوښو کړای شويو پاڼو کې خوندي کړي.
    که زحمت نه درته کېږي نو هيله ده، چې د پورتني متن په پای کې د پاڼې پته ( لينک) وليکئ.

    په درنښت
    زیارمل

  2. ډېر دروند ډاکټر صيب!
    تاسو د روهي ويبپاڼې د دوه کلنۍ په اړه ښه خبر پورته کړی دی او زه هم ددې تورو په وسيله تاسو او هم ټولو ورونو ته ددې خوښۍ مبارکي وايم.

    وروره! يوه ډېره مهمه خبره مو له یاده وتلې ده، چې تاسو په پورتني راپور کې د روهي ويبپاڼې پته د لوستونکو مخې ته نه ده ايښې، چې وکولی شي د هغې په وسيله د ويبپاڼې منځ ته ولاړ شي او د نور وخت لپاره يې له ځان سره په خوښو کړای شويو پاڼو کې خوندي کړي.

    که زحمت نه درته کېږي نو هيله ده، چې د پورتني متن په پای کې د پاڼې پته ( لينک) وليکئ.

    په درنښت

    زیارمل

  3. ډاکتر صیب زیارمل او نورو دوستانو ته سلامونه
    تاسې ډيرې ښې خبرې ته ځير شوي یاست دروهي ویبپاڼه په لږ وخت کې ډیر واټن وواهه او دهېواد د نوموتې عالم او استاد نوم یې راژوندې کړ
    دویبپاڼې پته
    http://www.rohi.com
    http://www.s-rohi.com/
    اوس لکه چې دا پاڼه په دغو دواړو ادرسونو کتل کېدای شي له محترم ډاکتر صیب ویال نه هیله کوو ،چې لومړنۍ پته غوره کړي ځکه دا به لومړنې پاڼه وي ، چې له افغانستان خپرونې کوي

  4. د روهي وېبپاڼې درنو چلوونکيو! ستاسې د وېبپاڼې د دويمې کاليزې په مناسبت مبارکي درته وايم، خو برسېره پر دې چي ډاکټرصاحب خوشالي روهي مي ډېر ښه دوست او مشر دى، ما خپل يو ازاد شعر در استولى و، خو تاسې د خپرېدو پر وخت پکې تېروتنه کړې وه، ما د تېروتنې لپاره برېښناليک در واستاوه، تاسې هغه برېښناليک هم ورسره خپور کړ، خو ورسره مو بيا بله تېروتنه کړې وه او اخر زه مجبور شوم چي درته وليکم چي زما شعر بېخي د روهي وېبپاڼې له تندي ايسته کړئ، نو تاسې هم پر ځاى د دې چي زما زړه مو ساتلى واى، زما شعر مو په بيړه له خپلې وېبپاڼې ايسته کړ او زما زړۀ مو مات کړ.
    په درنښت
    ستاسې پښتون ورور

  5. ښاغلو او د قدر وړ يارانو ؛ پر اند مو برکت ، لاره مو رڼا ، ګامونه مو ګړندي ، قدم مو په پام ،

    ستاسي دوه کلن کار او زيار د افغان اولس د ژوند پر هره برخه تاثير ښندلئ ٠ دا تاسي او ستاسي په شان د اولس په درد دردمن ميړني او نوميالي دي چي افغان ټبر ته به د رڼا او ترقۍ لاري چاري بيانوي ٠ د جهل او تياری سره مقابله که ډيره ناشونې هم وي ، ستاسي په همت بايد شونې شي ٠ برياوي مو په برخه ٠ باوري له بلجيم څخه

  6. ډيرو ګرانو پرپښتو اوپښتنواله مينو نيكي هيلي او ځولي سلامونه
    ستاسو دد ي پياوړي او په زړه پوري پاڼي ددوهمي كاليزي له امله درته دزړه له كومي درني هيلي او مباره كي وړاند ي كوم
    ستاسو پر پـښتنواله .پښتو ژبئ ته پر خدمت اوپر افغاني غرورو او ميړانه مو بركت شه چي په دي ماده پرست مهال كي مو خپل خوږ مهال دپښتنو دخدمت لپاره وقف كړيدي .تاسوته افغانا ن دقدر په ستر ګه ګوري او ددي سترو خدمتونومو ستاينه كوي .
    دپښتو ژبئ دلو يو خدمت كونكو دنوم په راژوند ي كولو كي ټولي هځي دستايني وړ دي ،په دي مهال كي چي زموږ پښتانه وروڼۀ دژوند دټولو مادي او معنوي ستونزو او چلنچونوسره لاس او ګريوان دي تاسو اوستاسو په شان نور دپښتو پاڼو چلونكو خپلي ستري تاريخي اوپښتون پالي دندي په ښه دول سرته رسولي دي .
    تاسوته دي خداي ج لا برياوي او پياوړي قلمونه او پښتون پال اندونه دركړي .
    ستاسو پر پښتني خواخوږي پښتون پال اند او دپشتونو ديوالي پر هځو دي لا بركت سي ګيلانو ال

  7. د روهي ويب پاڼې وټولو پښتنو وروڼو ته دزړه له كومي سلامونه او نېكي هيلي وړاندي كوم.
    ډېر خوشاله يم چې تاسو غوندې زړور پښتانه وينم چې دپښتو ژبې دروښانتيا او پرمختګ لپاره يې مټې رانغښتي دي خداى تعالى دي وكړي چې په دې لاره كې نور هم پرمختګ وكړئ ، په ريښتيا هم هرملت او ژبه ترهغو نه مري ترڅو چې خپل ژبنى دود ،رواج ، عنعنات له لاسه ورنكړي ، په داسې كركېچن حالت كې چې نن پرپښتنو وروڼو راغلى زه ددې پښتو ويب پاڼو دچلونكو زياته ستاينه او وياړنه كوم او په راتلونكي كې دلازيات برياليتوب غوښتنه كوم او همدارنګه په لراوبركې پر پښتنو وروڼو باندې ږغ كوم ترڅو خپلې قلمي اړېكي ددوغو ويب پاڼو سره وساتئ اودپښتو ژبي دچوپړ لپاره خپل ځانونه مه سپموئ.
    ژوندۍ دې وي پښتوژبه او پښتون كام.
    په درنښت

  8. محمود نظری د طنزونو وب پاڼې چلوونکی -لندن

    د روهي وېبپاڼې درنو چلوونکيو او همکارانو!
    زه خپل دزړه له كومي سلامونه او نېكي هېلي وړاندي كوم او هم
    د دې درنې وېبپاڼې ددویمې کالیزې مبارکې تاسو او ټولو پښتنو ته وایم
    دپښتو ژبې په وده کې مو هڅې د ستاینې وړ دي خدای دی په دې لاره کې لا نور توان درکړي
    په درنښت

  9. روهی ویب پا نی درنو چلونکو داکترویال اومحمدشاه ورورنو او شاغلو لوستونکو ته د زره له کومی مبارکی !
    له یوه کاله راپدیخوا ستاسی پانه په مینه لولم او گورم په ادبی معیاربرابره او دموضوعاتو له پلوه هم بدایه تگلاره مودستاینی ور ده . له پا ک خدایه درته دنورو بریو او نوشتونو په خاطر هیله کوم. اوپه دی باورمن یم چی د روهی نوم او ارمانونه به زموژ راتلونکی لرلیدونه نورهم له بریوسره مل کری.
    پوهنوال رشید – نوی دیلی هند

  10. سلامونه ګرانه
    د غورځنګ ويبپاڼي ټول کارکوونکي د روهي ويبپاڼی د دوه کلني کېدو له امله خپلي مبارکۍ او پېرزويني د دغه پاڼې مشرتابه او ټولو کارکوونکو ته وايي.
    له پاک رب څخه تاسو ته په دغه لاره کي نوري برياوي او پرمختګونه غواړو.

    الله مو آباد لره

  11. د روهي بريښنا پاڼې ټولو اداره کونکو او مينه والو ته يې د دوهمي کليزې مبارکي وايو او دعاو درته کوو چې د پښتو ژبې او خپلې ټولنې ته د نور ډير چوپړ جوګه شئ
    او دريم د چوپړ کال هم درته له بريو ډک غواړو
    په مينه
    بهيروال