د بمبيي د بريد کوونکو سره تماس نيونکى وپېژندل سو

34 | جنوري 1st, 2009


ذکي الرحمان



په اسلام اباد کي د امريکايي سفارت مسئولين وايي پر پاکستان د نومبر د ٢٦ – مي د بريدونو په اړه د هند او امريکا له خوا سخت فشار دئ، چي بايد شکمن تروريستان هند ته وسپاري.
په دغو کسانو کي د لښکر طيبه لوړ پوړى مشر ذکي الرحمان لکهوي هم شامل دئ، چي هند يې د دې بريدونو د طراح په توګه پېژني.
د امريکا سفارت وايي څېړونکو چي د حملو پر وخت د مبايل ټليفون کوم ثبت سوي آوازونه اورېدلي د ذکي الرحمان آواز پکښي پېژندل سوى دئ، چي د بمبيي د بريدکوونکو سره د حملې په جريان کي څو ځله پرله پسې ږغېدلى دئ،
د ډسمبر پر اتمه پاکستاني مقاماتو ذکي الرحمان له څو ملګرو سره په لاهور کي ونيوئ او د هغه يوه خيريه موسسه يې ور تړله، خو هند ته د نوموړي له سپارلو څخه ډډه کوي او وايي چي ذکي الرحمان به په پاکستان کي محاکمه کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024