په نايټ کلب کښي د اورلګېدو له امله ٥٩ کسان مړه سول
د ټايلنډ په پلازمېنه بنکاک کي د اورلګېدني له امله ٥٩ تنه مړه
سول.
پېښه تېره شپه په يوه نايټ کلب کي پر داسي مهال رامنځته سوې چي د بنکاک
ښاريانو د ٢٠٠٩ کال په جشنونو کي برخه اخيسته.
پوليس وايي د پېښي لامل د برېښنا
شاټي ده چي له امله يې په کلب کي اور ولګېدئ او داسي شواهد نه ليدل کېږي چي په دې
عمل کي دي د تروريستانو لاس وي.