د غزې د وضعيت په اړه د امنيت شورا غونډه شروع سوه

34 | جنوري 1st, 2009



خبرونه وايي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه د بندو دروازو تر شا پيل سوې، چي د غزې پر امنيتي ګډوډي، د خوارکي موادو پر کاختي او يو شمېر نورو مسايلو  به بحث پکښي وسي.
له تيري يوې اونۍ راهيسي اسرائيلي الوتکو پر غزه باندي بمباريو ته دوام ورکړى چي له امله يې د يو نيم زر په شاوخوا کي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فرانسې جمهور رئيس نيکولاى سرکوزى چي پر غزه د اسرائيلو د حملو سره مخالف دئ، د نوي کال د رخصتۍ له موقع څخه په استفاده د منځني ختيځ په دوره وتلى دئ، چي له مصر، اسرائيلو او فلسطين څخه به ليدنه وکړي.
سره له دې چي ټولي نړۍ پر غزه د اسرائيلو حملې غندلي، خو د اسرائيلي الوتکو خال خال بمبارۍ او راکټي بريدونه اوس هم روان دي.
د اسرائيلو د دفاع وزير يهود باراک وايي دغه بريدونه بر تر هغه وخته روان چي د هيواد په جنوبي سيمو کي يې د فلسطينيانو د بريدونو خطر له منځه ولاړ سي.
د حماس د اسلامي غورځنګ مشر اسماعيل هنيه پر غزه د اسرائيلو د بريدونو په باب د عربي هيوادونو پر کمزوري دريځ افسوس څرګند کړى او وايي لکه څنګه چي ښايېدل عرب هيوادونو دغه پېښه هغسي نه ده غندلې.
بلي خواته د عربي نړۍ ډېرو مشرانو د دې پېښي مسئوليت د حماس پر اسلامي غورځنګ اچولى چي پر اسرائيلو يې توغندويي بريدونه کړي دي.
د حماس د اسلامي ډلي مشر پر غزه د اسرائيلو د محاصرې ختمېدل وغوښتل او وايي د سولي خبرو ته به هغه وخت حاضر سي، چي اسرائيليان غزې ته غځېدلي لاري ايله کړي چي په سيمه کي د خوراکي، سونګ او نورو موادو کاختي له منځه ولاړه سي.


 

Copyright Larawbar 2007-2024