کور / تازه خبرونه / په كندهار كې ځانمرګى بريد وشو

په كندهار كې ځانمرګى بريد وشو

په كندهار كې دناټو ځواكونو كاروان ته نېژدې ځانمرګى بريد وشو ، ديوه واړه ماشوم په ګډون يې دوه ولسي زګړي ټپيان كړل .


دكندهار امنيه قوماندان سيداغاثاقب وويل چې ناټو ځواكونو ته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى .او ځانمرګي يوازي ځان وژلى دى .


بريد كندهار ښار په جنوب كې دپنجوايي ولسوالي په دوراهي كې ترسره سو .


دبريد مسؤليت وسله والو طالبانو په غاړه واخيست .