کور / تازه خبرونه / د کندهار په پنجوايي کي ځانمرګی بريد سوی دی

د کندهار په پنجوايي کي ځانمرګی بريد سوی دی

د کندهار ولايت سهيل پنجوايي ولسوالي کي نن غرمه دناټو ځواکونو پر يوه کاروان باندي ځانمرګی بريد ترسره سو چي په پايله کي يې تر اوسه د څلورو تنو ملکي کسانو د ټپي کېدو خبر ورکول سوی دی .


د کندهار امنيې قومندان سيد اغا ثاقب لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي ځانمرګی بريد کوونکی خپل ټونس موټر د ناټو کاروان ته نژدې و چاوده چي په پايله کي ځانمرګی ځوانيمرګ او څلور تنه لارويان ټپيان سول .


سيد اغا ثاقب وايي چي په دې بريد کي د ناټو ځواکونو ته د سر زيان نه دی رسيدلی خو بله خوا د وسله والو طالبانو وياند ملا ذبيح الله مجاهد اخند وايي چي په بريد کي يې د ناټو سرتيرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او موټرونه يې له منځه تللي دي .


نننئ ځوانمرګی بريد په داسي حال کي رامنځته کيږي چي کندهار ته نژدې د هلمند په دوو ولسواليو موسی کلا او سنګين کي هم د نړيوال او افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو په جنګ بوخت دي .