پروان: په لومړي ځل د حزب اسلامي لخوا ځانمرګي بريد وشو
دکابل په شمال لور د پروان په مرکزپه چاريکارو ښار کې سهار پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد وشو اوبهرنيانو په ګډون ١٥تنه دولتي کا رکوونکي يې وژلي دي .
عيني شاهدان په سيمه کې وايې چې د بريد موخه هغه دبهرنيانو موټر وو چې د ملي امنيت رياست او د ولايت دفتر ته نږدې ولاړو
د حکمتيار په مشرۍ د ددولت اوبهرنيانو ضد وسله والې حزب اسلامي ډلې وياند انجينر هارون زرغون ددغه ځان مرګي بريد دترسره کولو ادعا کړې ده او ويلي يې دي چې دسيف الله په نوم ددوي يوتن ملګري دغه بريد ترسره کړي دي .
زرغون زياته وي چې په بګرام کې دامريکايانوديوچارواکي په ګډون يې پنځه تنه وژلي اوله لسو تنو زيات يې ټپيان کړي دي .
د٢٠٠٨ کال له لمړۍ نه ترنن پورې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې ١٢٢ ځانمرګي بريدونه شوي .