کور / علمي / دپښتو په ليکدود ( ابېڅې) کښي و يو ستر بدلون ته اړتيا ده

دپښتو په ليکدود ( ابېڅې) کښي و يو ستر بدلون ته اړتيا ده

لکه څنګه چې موږ او تاسي ته دا مالومه ده چې پښتو څه دپاسه پنځه نيم زره کاله لرغونې ژبه ده او بېلابېلو پړاونو کې راغليو شکېلاکونو دا تر خپل اغېز لاندې راوستلې ده خو د سوچه او ار شي ځانګرتياهم دا وي چې هغه که هر څومره په ګند کې ولوېږي خو څه وخت وروسته هغه خپله اره بڼه بېرته ښکاره کوي هم دغسي پښتو د يوناني، فارسي، عربي ، سنسکريت او نورو ژبو تر اغېز لاندې راغلې وه خو پښتودخپل سوچه تورو اواهنګ د خوږوالي له کبله هغه پرېدي توري بېرته وغورځول او خپله سمونه يې وکړه ددې شا ته د پښتون قام هغه زبردسته ځانګرتيا ده چې دوی له خپلې ژبې،خپل وطن او خپل کلتور سره بې کچه مينه لري۔ که چېري اسلام ددوی له پښتو(دود)او کلتور سره سمون نه خوړلای نو شايي چي دوی تر اوسه لا اسلام هم نه وای منلی۔

ژبه که يوې خوا ته ويل کېږي او اورېدل کېږي نو بلې خوا ته ليکل کېږي او لوستل کېږي هم ۔ د پښتو ويل او اورېدل خو لکه چې څنګه مومخکې ياته کړې ده چې څه دپاسه پنځه نيم زره کاله تاريخ لري خو ليکلې بڼه يې دوه نيم زره کاله پخوانی تاريخ لري چې ډاکټر کبير ستوری په خپل کتاب ژبساپوهنه کې د پروفيسر ډاکټر ګل جانان په حواله ليکي چې دپښتو پخوانی ليک ميخمري و چې د مېخي ليک په نامه هم يادېږي دمېخي ليک څخه مطلب هم دادی چې دمېخي څهرو په شان توري لري او دهغو مېخمري ډېبونو الفبا چې په پښتو پورې اړه لري تراوسه د پېژندل شول تورو شمېر ۳۶ ته رسېږي ۔

خو د پښتنو داسلام له منلو سره سم عربي ليک دود وپښتو ته راننووت هغه وخت خو داهم دپښتو دپاره لوی پرمختګ و چې په دې ليک کې دپښتو ستر خدمتونه وشول او پښتو ادب ډېرزيات پر مخ ولاړه او داخبره هم له هيچا څخه پټه نه ده چې هغو خلګو دپښتو دپاره زيات کارونه وکړل کوم چې عالمان ول يا مذهبی خلګ ول خو نن که موږ فکر وکړو نو د عربي هغه ليک چې و پښتو ته ورکړل شوی دی دپښتو ټول ږغونه نه وړاندي کوي او دپښتودغه ليکدود موږ ته نيمګړی ښکاري ولې که يوې خوا ته د عربي د لسو بېځايه ږغونو چې په پښتو کې هيڅ نه ويل کېږي دا ليکدود ډېر بې مانا کړی دی لکه ث،ح،ذ،ص،ض،ط،ظ، ع،ف،ق نو بلې خوا ته دپښتو بېلابېلو ږغونو ته يو ليک يا ګرافيم ورکړل شوی دی چې بېلګې يې دا لاندينۍ دي:


۱۔ واو پنځه ږغونه لري چې په يوه ليک (ګرافيم ) يې غاړه ورايستلې ده

ا۔  اوږد واو   لور (ښځينه اولاد) 

ب ۔  لنډ واو   لور ( دغنمو درېبلو اله) 

پ ۔  زوروال واو   لور ( د مېړه ورور) 

ت ۔ زورکيوال واو  خاوند (مېړه)  

ټ ۔ جزم وال واو   لوز ( وعده)  

« په هندي کې چې په دېونانګريک ليکدود کي ليکل کېږي پنځه قسمه واو ليکل کېږي لکه ( कन,कू,कु,कौ,को ) »


۲۔ هې درې ږغونه لري چې په يوه ليک (ګرافيم) يې غاړه ايستلې ده

ا۔  زورواله هې   وزه ( بکري،( goat

ب ۔ زورکيواله هې   ساړه (يخ،سردي)

پ ۔  لنډه هې    غاره (سوری) ، غاړه ( مرۍ)

« په هندي کې دوې هې دي لکه( कह,कः) »

۳۔ يې چې پنځه ږغونه لري يو خوا ته  خو د يې يو ږغ خپل ليک (ګرافيم) نه لري او بلې خوا ته بيا يو ږغ يې دوه ليکونه (ګرافيمونه ) لري

ا ۔  کوچنۍ يې   سړي (د مرد جمع )

ب ۔  لويه يې    وزې (د بکري يا goat جمع)

پ ۔  لنډه يې    يخې (يخې اوبه)

(دغه يې چې څوک يې په لويه يې “ې” اړوي او څوک يې په کوچنۍ يې “ي” اړوي خو حقيقت دادی چې دانه لويه يې ده او نه کوچنۍيې ده بلکې دواړو يېګانو ترمنځ ږغ دی نورې بېلګې يې دادي (نورې،چې،کې، مې ))

ت ۔  زورواله يې   سړی ( مرد )

ټ ۔  زورکيواله يې   خولۍ ( ټوپي)

(دغه رنګه دزورکيواله يې دپاره دوه ليکونه (ګرافيمونه ) چې ۍ (چې نومواله يې ) او ئ ( چې کړواله يې ) ورته وايي هسې بې مانا خبره ده ولي چې ليک يا ګرافيم د ږغونو پر بنسټ ټاکل کېږي نه د ګرامر پر بنسټ ۔ که چېري ددې دوو يې ګانو تر منځ دږغ له کبله څه توپير وي نو دابه په يوه ځانګړی ګړدود کي وي خو ترڅو چې زه خبر يم زما د هرګړدود له خلګو سره ولاړه ناسته شوې ده خو ما داسې کوم توپير نه دی ليدلی اوکه چېري وي زه به په دې ډېر حيران يم چې څه رنګه يوکس چې هغه دپښتو په ګرامر هيڅ نه پوهېږي په مورزاده توګه د نوم (اسم ) او کړ (فعل) دپاره بېل بېل ږغونه کاروي ۔ دغسې و زورواله او زورکيواله يې ته نارينه او ښځينه يې نوم ورکول هم ډېر بې سر وپښو کار دی ولې چې ضروري نه ده چې زورواله يې د هر ځای په نارينه تورو کې وکارول شي يا د زوکيواله يې هر وخت د ښځينه تورو دپاره په کار راشي۔

۴ ۔ د ګاف سمه بڼه د “ګ” پر ځای “ګ”

ا ۔ محترم مجاور احمد زيار صاب  دا دليل وړاندي کړی دی چې دکومو ږغونو په ويلو سره ژبه کړی کېږي و هغو ګرافيمونو ته کړی ورکول کېږي له ( ټ، ډ، ړ، ڼ ) و ګاف ته ځکه کړی نه ورکول کېږي ولې چي د ګاف په ويلو ژبه نه کړی کېږي۔

ب ۔ په اردو ژبه کې د هغو ګرافيمونو پر سر  کوچنۍ “ط” ورکول کېږي دکومو په ويلو چې ژبه کړی کېږي لکه ( ٹ، ڈ، ڑ ) لېکن ګاف يې ” ګ” ليکل کېږي۔ که چېري موږ په پښتو کې د کړۍ واری ګاف سم وګڼو نو په اردو ژبه کې به هم د ګاف پر سر کوچنۍ “ط” راتلای ۔

پ ۔ ما د ښوونځي په زده کوونکيو يوه سروې وکړله چې اوسط پايله يې داراغله  چې څومره وخت چې د “ګ” په ليکلو ولګېده تر هغه ۳۳ په سلو کې زيات وخت د “ګ” په ليکلو ولګېده۔ نو له دې څخه دا مالومه شوه چې “ګ” تر “ګ” نه يوازې اسانه او لږ وخت نيونکی دی بلکې ارزان بيعه هم دی ۔

۵۔ زور،زورکی،زېر،پېش،سکون

لکه نن سبا په ورځپاڼو، مجلو،کتابونو او ويب پاڼو کې په برنيوحرکتونوکې د پېش پر ځای واو او د زېر پرځای کوچنۍ يې کارول کېږي که هر څومره دا سې کول د حرکاتو ږغ په بشپړ توګه نه وړاندي کوي خوبيا هم ترډېره حده په لوستلو کې اساني ورکوي او د زور،زورکي او سکون حرکتونه تر اوسه هيڅ نخښه نه لري۔ په دې پنځه واړه حرکتونو باندي له سره فکر کول پکار دی چې د ليکدود داسي نظام جوړ کړل شي چي په ليکلو کې اسان هم وي او ارزان هم دغسي په لوستلو کې هم کومه پېچلتيا نه کړي رامخته ۔ د عربي غوندي اعراب که يوې خوا ته په ليکلو کې ډېر وخت او خواري غواړي له بلې خوا ډېر ګران بيعه او پېچلي هم دي۔

که موږ دامنو چې پښتو يوه اريايي ژبه ده نو وموږ ته له سره دا فکر کول پکار دی چې موږ دعربي چې سامي ژبه ده ليکدود ولي اوس هم منلی دی ايا د عربي ژبي دا ليکدود دپښتو ټول ږغونه په اسانتيا او بشپړتيا سره وړاندي کولای شي؟ که چېري ددې ځواب مثبت دی نو په لږ څه بدلون سره دي د پښتو ليکدود بشپړ کړل شي او که چېري عربي ليکدود ددې جوګه نه دی چي هغه دې د پښتو ټول ږغونه په بشپړ ډول وړاندې کړي نو بيا زموږ ژبپوهانو ته دا پکار دي چې د نړۍ د ټولو سکرپټونو ( بنسټيز ليکدودونو) مطالعه وکړي هغه انګرېزي دی که عربي دی که هندي که چينايي، که چاپاني که نور او دا د مالومه کړي چې پښتو په  کوم سکرپټ کې په بشپړ او په اسانه توګه ليکل کېدای شي۔ ما د هندي (ديونانګريک) سکرپټ مطالعه کړې ده زما په اند خو پښتو د عربي سکرپټ په پرتله په هندي سکرپټ کې زياته په ښه توګه وړاندې کېدای شي په هرحال دا که څه هم پېچلې ستونزه ده خو دومره نه ده موږ ته لږ سوچ پراخول پکار دی موږ بايد چې اسلام پالنه د پښتو ږبې تر عربي ليکدود پوري محدوده نه کړو بلکې اسلام پر خپل ځای او پښتو پر خپل ځای وپالو۔ په بنګالي، هندي، يوناني، انګرېزي، فرانسيسي، الماني، چينايي او چاپاني ژبو ويونکيو کې هم ښه مسلمانان شته او هم پکې عالمان او مذهبي ليکوالان شته نو بيا موږ ولي د پرېديوخلګو او پښتو دښمنانو دا پروپيګينډا ومنو چې پښتو ددوزخ ژبه ده، پښتو سړی لېونی کوي، پښتو په کوم بل سکرپټ کې ليکل کفر دی ۔ دعربي ژغونه (ګرافيمونه) له پښتو څخه ايستل ګناه لري ولي چي هغه تور بيا په سمه توګه نه ادا کېږي۔ ځنې خلګ بيا دا دليل وړاندې کوي چې اوس په پښتو کې بېخي زيات کار شوی دی په هر شعبه کې که هغه مذهبي ده که ادبي ، که ساينسي ده که مسلکي بېخي زيات کتابونه او ويب پاڼې په عربي ليکدوديز پښتو باندې ليکل شوې دي نو داسي کول پښتو له بېخ او جرړو څخه را ايستل دي ۔ و دې وروڼو ته به زه دا ووايم چې دا يويشتمه پېړۍ ده دا د ساينس او ټيکنالوژۍ پېړۍ ده اوس خو د ژباړې دپاره هم په کمپيوټر باندې سافټ وېرونه کارول کېږي او په منټو کې لوی لوی کتابونه په بله ژبه ژباړل کېږي او دسکرپټ بدلونه خو بېخي ډېره اسانه ده هغه ځکه چې پښتو که عربي سکرپټ کي وي هم او که په انګرېزي يا بل سکرپټ کې وي هم يو رنګه ادا کېږي ۔ ولې چې د يوې ژبې له يوه سکرپټ څخه وبل ته په اړولو نه خو څه ګرامري ضابطې پکار دي او نه  د لغاتو بدلونې ته څه اړتيا شته هم يوه جمله او يوه ږغ وي  يوازې له يوې بڼې څخه بلې بڼې ته اړول کېږي۔ او داسي سافټ وېرونه خو لا ډېر پخوا جوړ شول چې په اورېدلو سره ليکل کوي نو يو کتاب که هر څومره لوی وي نو لوستل خو يې پرله پسې دوې ورځې لا نه خوري نو داسي  يې قياس کړه چي يو کتاب به په دوې ورځي کي وليکل شي ۔

دا دپښتوليکدود دپاره ډېر نازک وخت دی که چېري موږ د پښتو دا نيمګړی ليکدود بشپړ نه کړو او له پرېديو بې مانا او بې کاره ږغونو يې پاک نه کړو نو بيا به پښتو يوه داسي عجبه غوندې ژبه جوړه شي چې ويل کېږي به يورنګه او ليکل کېږي به بل رنګه ۔ کمپيوټر به وي ټيکنالوژي به وي هره اسانتيا به وي خو پښتو به هغه بنسټيزي تخنيکي نيمګړتياوي لري چي نه به يې کمپيوټر سمولای شي او نه به يې نوي ټيکنالوژۍ چې پدې باندې به راتلونکی کهول موږ هيڅ کله ونه بخښي۔


احسان الله کاکړ کادي کڅ زيارت سهېلي پښتونخوا ۱۹-۱۲-۲۰۰۸

ahsan.kakar@yahoo.com

تبصره نسته

  1. ګران احسان کاکړصیب:
    زما سلامونه اونیکي هیلي ومنه، ستاسو ټوله بشپړه لیکنه ماولوستله، خو خبره داده ، چي دغه بدلون به په چاراولو، ځکه تراوسه پوري موږ د (ی) ګانو پرموضوع اختلاف لرو،که منطق او دلیل ښودل کېږي ، نو هغه وخت به غاړه سره ایږدو، په داسي حال کي تاسو چې ، کې ، مې ، او داسي نور کارولي دي ، آیا کولای شئ، ماته ددې دلیل راوړی چي ولي تاسو (چې ) لیکلئ خو تلفظ یې (چي) لولئ،تاسو (غونډلې) لیکئ خو (غونډلي ) یې تلفظوئ ، هر څه باید دلیل او منطق پربنسټ ومنل شي، تاسوهم کومه لیکدود چي راخیستئ ، فکر کوم بېله داچي فکر پکي وکړئ ، هغه مو ټاکلی دی، خو زموږ په پښتونخوا کي زه دډېریو لیکوالانو لیکدود ګورم ، چي د (چې) پر ځای (چي) کاروي ، او همداسي نوري برخي چي تاسو یادې کړي …
    فکر وکړئ، چي باید ددې لپاره څه باید وشي ، که تاسو وایاست چي زیار یې کاروي زه یې هم کاروم ، نو بیا به زه درته ووایم، چي دپښتو ستورو ، علامه حبیبي صیب، پوهاند رشاد، ارواښاد بېنوا … او داسي نورو، چي آثار یې پښتو ته ستره پانګه شمېرل کېږي ، نو بیا ولي ددی لیکدود خراب شو….
    الله مو بریالي لره — رازق کاکړ- پښتونستان واټ

  2. Mr. Kakar, your writing is very interesting. I believe there should be some addition of letters to the Pashto alphabet. Unfortunately, we have created even a standard for our exsiting writing, and I believe it is very hard to add extra words to already existing ones. If you look at Pashto writers, they really do not want to work towards a single writing standard of the Pashto writing. I know that in some other languages the letters (ya, wow, he, and others) are created by some small addtion to the existing shape of the letter. By adding the small addtion, everyone know how to pronouce the word and what it really means. As you meantioned (lor or loor). One means tool and the other means daughter; therefore it is two different words. You are talking about a real issue, but I hope some one will listen to your call. I want also to mention that the Arabic letters are needed, and we need to learn how to pronouce them. Due to our overall low education level, we pronouce all these words incorecctly.

  3. زما په اند ليکوال، شاعر ژورنالست ان تر دوکتورا
    والاو پوري ټولو ته اوله او ضروري خبره داده چي د پښتو پنځو ياګانو :

    1. ي = د اسم د مفرد حالت دپاره [احمدي، علامه
      افغاني، نظري، د کابل والي، د غوږ والي، د منډو سپالي] ، د اسم د جمع حالت دپاره
      [سړي، لېوني، باغلي، منګي ] او د فعل جاري حالت [راځي، خوري، زده کوي] او د جمع او
      مفرد امريه او بيانيه فعل دپاره [دولت يو سيمينار/پنځه سيمينارونه جوړوي، دولت ولي
      خبر/خبرونه پټوي؟.] .
    2. ی = يواځي دنارينه مفرد اسمونو او صفت دپاره
      [کمکی، کوچنی،د ولايت والی، د غوږ والی، منګی، زمری، مېړنی ]، [لوی،
      کوچنی، نانی کاکا، توری، هراتی، بلخی، افغانی، خارجی
      ] .
    3. ۍ = يواځي دښځينه مفرد اسمونو دپاره [ملالۍ، هېلۍ،
      هګۍ، ګوتمۍ، مېړنۍ، سېلۍ، سپوږمۍ، پګړۍ ] .
    4. ې = د نارينه + ښځينه جمع اسمونو دپاره [دروازې،
      پيالې، ميخانې، هديرې، لنګوټې ] او د سواليه او بيانيه فعل حالت دپاره [مڼې، نارې،
      کله راځې؟ مېوه خورې؟ ، ته ښه وايې! ، چي څه کرې هغه به رېبې، مڼې ] .
    5. ئ = يواځي د فعل دپاره (جمع امريه فعل[تيار سئ!]
      او مفرد بيانيه فعل[خلګو قانون منلئ دئ. ، سيمينار جوړ سوئ دئ]) ، [دئ (is) ، نه دئ
      (isn’t, is not)، تللئ دئ، راغلئ دئ، زوکړئ دئ، مه کوئ!، غنم وکرئ !
      ]

    ۱ – مثال :

    1. ولي ! ولي ولۍ او ولی په پيالې ولئ
      ؟
    2. ولي ![د ولي محمد د نوم لنډيز= ولي ] ولي [why]
      ولۍ [ښځينه نوم] او ولی [نارينه نوم] په پيالې ولئ [throwing]
      .

    ۲ – مثال :

    1. زه نه يم دی دئ = زه نه يم دی [He] دئ [is ]
      .
    2. دی نه دئ دی دئ = دی[He] نه دئ[ is not] دی[he] دئ
      [is ].
    3. دده د اکا زوی دی دئ = دده د اکا زوی دی[he] دئ[
      is ] .

    ۳ – مثال :

    1. دولت …لوی سړک پوخ جوړ کړئ دئ = لوی[صفت] سړک
      پوخ جوړ کړئ[فعل] دئ[فعل] .
    2. د دښمن يو تن وژل سوئ دئ = وژل سوئ[فعل] دئ [فعل]
      .
    3. د علامه په وياړ سيمينار جوړ سوئ دئ =
      سوئ[فعل] دئ [فعل] .
    4. چي دی دئ والي سوئ نو ارامي ده =
      دی [ضمير]دئ [فعل] والي[اسم] سوئ[فعل] دئ [is] نو ارامي/وچکالي/بې
      کاري[صفت] ده .
    5. کړي کړی کړۍ کړې کړئ = کړي[فعل=doing]
      کړی[نارينه اسم=لېونی ] کړۍ[ښځينه نوم=ملالۍ ، د جنس نوم=کړۍ=بنګړي ته ورته]
      کړې[فعل=ته به حتما دا کار وکړې! ، د ښځينه جنسي اسم جمع حالت= کړې=بنګړي ته ورته ،
      دروازې، پيالې ] کړئ [فعل = دا کار ما کړئ =did, done او امريه جمع
      فعل =تاسي خو يو څه وکړئ ] .

    ته په ځير سره د پښتو په ساده او اسانه ډول ليکل زده
    کړي : موږ وينو چي دغه اوږده يا (ې) تر حد زيات په ډېر سرټمبه ډول په ډېره بې رحمۍ
    سره استعماليږي . زما غوښتنه د ويبپاڼو والاو څخه داده ، چي دغه يا (ې) دي د
    ويبپاڼو په ډاټابېس کښي د replace all په کمانډ ټوله په دغه يا (ي) باندي واړوي
    !!!

  4. Dear Friends
    Why do you not read the Book "Leek Dood written by Khan Shaheed Abdul Samad Khan Achakzai. I hop you will get a solution for the problem.

  5. ما همدم ورور ته یو څه ليکلي وو او هغه تاسو ړنګ کړي دي، ولې که غلط وو نو دليل
    و ليکئ که نه نو ځواب راکړئ.   مننه


    سلامونه ! تبصره يواځي د تکرار ليکلو او عفت نه مراعتولو په صورت کښي ړنګ
    کيږي، خو ستاسي تبصره اوس هم پر خپل ځای پاتي ده، کومه چي مود[  سيد محمدشاه مشفق] په لاندي ليکنه کي پورته کړې وه .

    http://larawbar.net/detail.php?id=7790

  6. سلامونه ومنئ
    تر ټولو مخکې زه دمحترم مختار احمد احسان او لر اوبر
    مسولينو څخه ډېره مننه کوم چې زما مقاله يې د خپرېدو وړ وگرځو له خو يو شی دی
    چې زما په مقاله کې ما دکړی والا گاف يوازې دوه درې ځايه کارولی دی نو رمې د دوو
    کرښو والا گاف کارولی دی۔
    زه ومحترم فايق خان يوسف زي ته په ځواب کې دا وايم
    چې د خان شهيد ويناوې او ليکلې اثار زموږ دپاره د لاښودنې کار کوي دا هر کتاب
    ما لوستی دی او ددې مقالې په ليکلو مې په پام کې نيولی دی .

    و ه محترم /محترمه کے ته په ځواب کې داسي وايم چې زما بله مقاله به ډېر ژر د
    لراو بر د محترمو مسولينو په مرسته خپره شي چې د عربي تورو د سم او ناسم په اړه ده
    تاسي يې ضرور ولولئ ځواب به په لاس در شي
    او محترم رزاق کاکړ صاحب ته دا
    عرض کوم چې ستا نظر د قدر وړ دی خو زه بايد په ځواب کې ووايم چې زموږ دپاره که
    محترم علامه حبيبي دی که محتر م پوهاند رښاد، که ارواښاد بېنوا دی که
    معصوم هوتک که محترم پالوال دی که محترم زيار ټول د قدر او احترام وړ دي زه يوازې د
    يوه خبره نه کوم د دو گافونه تر منځ ما د زيار صاحب دليل وړاندې کړی دی چې په تول
    پوره دی او پاته شوه د يې گانو خبره نو ما دا ويلی دي چي له لويه يې او کوچنۍ يې
    پرته د يو بلې يې اړتيا شته چې ورته لنډه يې ويلو شو( که چېري موږ ددې لنډې يې پر
    ځای لويه يې ليکو نو هم سمه نه ښکارې او که کوچنۍ ليکو هم بشپړ ږغ نه وړاندې
    کوي۔