جنګ او که صلحه ؟
جهاد ، فوځ ، باچا او حکومت ددې لپاره وې چې زموږ او ستاسې ځان ،مال عزت او ابرو پرې وساتل شې نه داچې زموږ دې شتمنېو ته خطر جوړشې . لکه څرنګه چې په انسانې ژوند کښې کله دخپلو حقوقو د تضمېن لپاره انسان جنګ ، دعوې او مزاحمت ته اړ شې او کله بېا د امن ، سکون .خوشحالې او نېکمرغې لپاره صلح ، قانون ، او عدالت اجتماعې ته غاړه کښېږدې په عېن شکل په ملې او بېن المللې قوانېنوکښې ،اوهم د اسلام دمقدس دېن په احکامو کښې ېو ځاې انسان ته د جهاد ، قتال او مبارزې حکم شته او همدارنګه په ځېنو مواردو کښې د صلحې ، امن ، ترقې او تعمېر احکام لېدل کېږې له جهاد سره صلحه کول هم فرض دې . (فاالصلحو بېن اخوېکم ) .
دېو حکم په اړه دانظر ساتل چې دادنور احکامو پر وړاندې غېراهم دې ېاغېر ثوابې دې او بل حکم په وزن او تول کښې دروند دې ېقېنا له دېن سره دمخلص او دېو صحېح مسلمان نظر نشې کېدلاې . زموږ پر وړاندې ټول احکام الاهېه او قوانېن شرعېه برابر دې البته په ظاهره دا تضاد چې هم جنګ شته او هم امن هم جهاد شته او هم صلحه ددې د تدبېق لپاره انبېا ، علما او صلحا الله تعالې پېداکړې دې چې د مسلمانانو او په مجموع کښې دټولو انسانانو رهنماېې وکړې هغه داسې چې ددېنې احکامو تدبېق او تفسېر په داسې توګه وکړې چې هم ددېن د تبلېغ او دعوت حق پر ځاې کړې او هم دخپل دېنې مقام درسته نماېندګې وکړې . حقېقت خودادې چې دافغانستان اوسنې مسله دېوې واقعې او لانجې زېږنده نده بلکه دا ددېرشو کلونو د راروانو علمې او عملې کړکېچ او دسېمې او نړېوالو د ترجېحاتو او مداخلتونو دتسلسل زېږنده لانجه ده . اوس دخداې په خاطر نور دجزباتې او عاجلو پرېکړو او عاجلو شېطانې اعمال دترسره کولو وخت ندې . (العجلت من الشېطان ) .
دافغانستان د خلق او پرچم دګوندونو له خپل هېواد سره پراخلاص او دوګړو پر وروسته پاتې او فقر زده حالت باندې ددوې پر هڅو او تلوارې کوششونو پرده اچول ښه کار ندې . دافغانستان دمجاهدېنو هغه سرښندنې او مبارزې چې دخپل هېواد دارضې تمامېت او دخپل هېواد داسلامې تشخص او هېوېت دژغورنې په ډګر کښې ېې کړې دې پر خپل ځاې زمږ ېولوې او وېاړلې تارېخ دې .
د طالبانو داسلامې تحرېک راتلل دشراو فساد پر ضد ددوې عملې اقدامات او په نتېجه کښې خصوصاافغانانو او عموماټولو مسلمانو ته ورک اسلامې خلافت او امارت په عملې نمونه قاېمول واقعا ددې دور د دېنې طبقو او علماوو لپاره دېو ستر افتخار ترڅنګ ېو لوې برې وو . هغه علماوو او طلباوو چې ټول ژوند به ېې ددېن درس تدرېس او تروېج ته وقف کړې وو اوس ېې د سر په قربانې هغه جزبه او اخلاص په عمل سره ثابت کړه .
ولې متاسفانه اوصدافسوس چې ددې هرڅه سره سره نن هم زه اوته له هغه بې باوره سرنوېشت سره مخ ېو ، نن هم زما اوستا عزت او ابرو ته خطر متوجه دې ، نن هم زه او ته بې وزله ، غرېب ، ناتوانه او ناخوانده ېو .
اخر دا نقص په کمېونېزم ، سوسېالېزم کښې دې ، اېا ددې زېان زمه وار وهابېت ، اخوانېزم ، شېعت او ېا دېوبندېت دې ؟
اېا ددې ټولو تاوانونو پړه پر کپېټلزم ، سامراج او امپرېالېزم ورواچوو که لدې سره زموږ خپلې هم څه کمزورې ، علمې اوعملې نېمګړتېاوې شته .
ېقېنا دجهاد ، ژغورنې ، ترقې ، او خودکفالتې د هڅو لپاره هېڅ ېوه طبقه په ېواځې لکه علما ، طلبا ېا روشنفکران معلمېن او ېا ساېنس پوهان ندې مکلفه ، دا ېواجتماعې ناورېن دې او په اجتماعې اتفاق او اتحاد به دا ناورېنونه له منځه وړلاې شو . اخر دا موږ کومو بدو سترګو وخواړو چې د دوهم جنګ جهانې پر مهال ېواځې په سېمه او نړې کښې زموږ ګران هېواد دامن ، سوکالې او دانشمندې ټاټوبې وو په موږ کې هغه وخت نه څوک اشرار نه کافر نه ترهګر ، نه مرتد او جاسوس وو . ولې اوس مهال چې نړې د انسانېت د ودې او ترقې مدارج تعقېبوې د نړې علما ددېن او اخلاقېاتو بنسټونه تعمېروې نن دنړې د ټول انسانېت لپاره دهېوادونو سېاستدان او ساېنسدانان د انسان ژغورنې او کامرانې په لټه کښې دې ، ولې بدبختانه موږ دېوبل مرې وهو ېوبل ته ترهه ګر ، باغې ، کافر ، منافق او جاسوس واېو او وېنې ېې داسې توېوو چې دومره به بې ځاېه نورو ملتونو اوبه هم نه وې توې کړې .
نن زموږ په کړکېچ کښې غونډه نړې نښتې ده له ېو لورې افغانان ، عربان ، پاکستانېان ، دغربې نړې او منځنې اسېا دهېوادونو زلمې راغونډ شوې دې دجهاد اعلان ېې کړې دې او له بل لورې له امرېکې رانېولې تر ترکې پورې دهېوادونو قواوې او ځواکونه سرپه لاس توپک په غاړه دوېنو تږې زموږ پر سړکونو ګزمې کوې .
اوس پدې ځان خوشحاله کړو چې ځه که مو دامن ، سوکالې او ددېن اسلام دعدل اجتماعې صحېح پېغام نړېوالو او انسانانو ته وړاندې نکړ ولې جنګ جګړو بدبختېو ظلم او بدمرغېو ته خو مو را دعوت کړو او ددې ټرېننګ دادې پر خپل ټغر او غولې ورکوو ؟
زما دېوې لېکنې ، چې اصلاد عبدالله حقپال ورور پر لېکنې ېوه تبصره وه په هکله ېو ورور
ادرېس خان د غبرګون په توګه داسې لېکې چه :(ددواړو حلیم شملزي او حقپال صاحبانو څخه پوښتو چې د هیواد اوسني کړکیچ کې ایا افغانان چې هره ورځ وژل کیږي او ان تر دې چې د ښځې یې د اشغالګرانو په واسطه له ځانه سره وړل کیږی او یا په سپیوداړل کیږي ، حالت څه ته ورته دې ؟ ایا ددې حال هماغه نه دې لکه قران چې ورته اشاره کوي او وایي « و مالکم لا تقاتلون في سبیل الله و المستضعفین من الرجال و النساء و …….یقولون ربنا اخرجنا من هذه القریة الظالم اهلها ……» څه په کار دې ؟ ستاسو فتوا به دې مظلوم ولس ته څه وې؟ ایا غواړئ چې دوې د اشغالګرانو په مقابل کې سر ټیټ کړی او هر څه چې پرې کوي هغه دې و کړي ؟ او یا که د هغوې له پاره هم د فلسطینیانو غوندي د انتفادي پیلول په کار دي ؟ ایا انتفاده او جهاد په دې وخت کې فرض ګرځي او که نه ؟ څه باید وکړل شي ؟ هیله ده چې په دې حالاتو هم د خپلو ولس د اذهانو د روښانوولو له پاره رڼا واچوئ.)
ادرېس جانه وروره که اوس ستا دې ېوې واقعې او تبصېرې ته چې تاذکر کړې ده وګورم واقعا زه به دجهاد فتوا هم ځان اوهم تاته درکړم البته که ددې ناخوالو پر تسلسل او علت وعلل وږغېږم او هم بېا ددې ېوې واقعې نه بلکه دداډول په سلګونو ظلمونو ، بې عزتېو او بدمرغېو پر سدباب او تل پاتې مخنېوې فکر وکړم نو ېقېنا چې په تېر وخت کښې موږ ته تنها جهاد له خپل فضېلت او مقدس والې ، وجوب او فرضېت سره سره ددې مسلو حل ندې ثابت شوې ګورو چې په وران او وېجاړ وطن کښې د نورو تر ناولې سېورې لاندې دېو لړ مشکلاتو او بدبختېو له امله دژوند شپې صبا کوو .
ټول قران او ټول اسلامې نظام حېات د ډېرو اوامرو او احکاماتو ېو مربوط حکمت عملې لرې زموږ دنبې ع ژوند مبارک ددارنګه ناخوالېوسره دمبارزې ېوه ژوندې نمونه ده زموږ دنبې ژوند مبارک د صبر ، استقامت ، هجرت ، جهاد او قتال عملې تفسېر هم دې .
ددې ناورېنونو دحل دتلاش پر موخه زموږ دهرې تبقې ونډه ، ذمه ، او مسولېت هم روښانه کول پکار دې او همدارنګه موږ او تاسې ته اوس پدې نازک وخت کښې ېقېنا دا فېصله په ګډه کول پکار دې چې دخپل هېواد او مظلومو مسلمانو وګړو لپاره او همدارنګه دټول عالم اسلام او عالم انسان د داېمې ګټو ، عدل انصاف او ښېګړې دپاره پرکوم حکم لومړې عمل کول ضرورې دې دجهاد پر حکم او که دصلح او مصلحت پر حکم ؟
دا دکوم حکم دتدبېق مراحل دې نبوې حکمت او مصلحت موږ ته څه درس راکوې ؟ دنړې علوم او انسانې قوانېن موږ ته لدې مشکله د وتلو کومه لار او لېکه پلاس راکوې ؟ ېقېنا دې سوالونو ته دځواب موندلو لپاره به لومړې موږ له ځېنو خپلو زاتې او تنظېمې ګټونه د تېرېدلو قربانې هم ورکوو .
په هر حال ؛ اوس مهال پردې موضوعاتو موږ او تاسې ېواځې لېکل او لوستل کولاې شو لکه تا چې لېکلې دې هم دارنګه دېوبل د ذهن د روښانه کولو لپاره هڅې کولاې شو او په همدې موخه باېد زموږ دا تماس بالاخره د مخامخ تماس زرېعه جوړه شې او خپل ځانونه دخپل مشروع نهاېې مرام پر لورې رهبرې کړو . انشاالله العزېز