ورځپاڼو ته کتنه

مختار احمد احسان | دسمبر 30th, 2008


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې ناټو پخپلو اکمالاتي کاروانونو د حملو د مخنیو لپاره طالبانو ته رشوت ورکوي خو بیا هم پدې حملو کې کوم کمې ندې راغلې.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې بیا په امریکا دا انتقاد کړې دې چې ولي يې په پاکستان کې طالبان ازاده پریښي دي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي چې دا اووم کال دې چې د بوش اداره د القاعده شبکې پسې ګرځي خو د طالب مشرانو د نیولو لپاره چې په پاکستان کې يې پناه اخستې هیڅ ډول اقدام ندې کړې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې دا انتقاد کړې دې چې د ترهګرو مشران يې ازاده بریښې خو زمونږ بیوزله کلیوال بمباروي.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې په خوست کې شوې وروستۍ ځان وژونکې حملې ته په اشارې لیکلي دي چې دا د زده کوونکو د ډله ایزې وژنې یوه بله کرغیړنه بیلګه وه.

ورخباڼې د غزې په تړانګه د اسرائیلو د هوايې حملو په اړه نړیوالو غبرګونونو ته کتنه کړې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د غزې په تړانګه د اسرائیلو هوايې حملو ته په اشارې  لیکلي دي چې اسرائیل د غزې په تړانګه کې نه هیرودونکې ظلمونه کوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د غزې په تړانګه د اسرائیلو په هوايې حملو تبصره کړې او ددې ناورین په وړاندې يې د نړیوالو دریځ له شرمه ډک بللې دې.

په ورځپاڼه کې په پیښور کې د تښتول شوي افغان سفیر په اړه په یو مطلب کې لیکل شویدي چې د دریو میاشتو هلو ځلو وروسته هم د هغه درک ندې لږیدلې.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د فلسطین د ستونزې حل  مسلمانانو د دریځ بدلون ته اړتیا لري.

ورځپاڼې د ترورزم په خلاف د روانې مبارزې په اړه هم یو څیړنیز مطلب خپور کړې او ددې مبارزې په اړه يې د ناټو د غړو هیوادونو په چلند انتقاد کړې دې.

په ورځپاڼه کې د افغانستان په روانو پیښو کې د سعودي عربستان د رول په اړه هم یو مطلب خبور شوې او پدې ترڅ کې د افغانستان راتلونکې څیړل شوې.


 د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مسله  راغستې او لیکلي دي چې د تیر کال په پرتله سږکال د ملکي خلکو مرګ ژوبله په سلو کې یو څلویښت زیاته شوې ده.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ایشیا فونډیشن د نوې نظر پوښتنې پر بنسټ لیکلي دي چې اکثره خلک پدې باور دي چې افغانستان په ناسم لور روان دې.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر هم ورکړې  دې چې په بدخشان ولایت کې د سرحدي پولیسو یو قومندان له خپلو ځلویښتو کسانو سره وتښتید.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په  روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې په تیره یوه اونۍ کې په افغانستان کې شویو ځان وژونکو حملو ته کتنه کړې او لیکلي دي چې ددې حملو قربانیان عامه خلک دي.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې غوښتې دي چې باید په هیواد کې د کار مواقع برابرې شي څو د وچکالیو او نورو ستونزو له کبله ځیږیدلې اقتصادي ستونزې هوارې شي.


او د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د غزې په تړانګه د اسرائیلو هوايې حملو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې غزه به تر کومه وخته په اور کې سوزي.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي مسله تر بحث لاندې نیولي او پوښتلي دي چې  دا تاوتریخوالې کم شوې او که زیات شوې دې.

او  ورخپاڼې په افغانستان کې په روان ژمي کې د سوند د موادو د بیو په اړه په یو مطلب لیکلي دي چې د تیر کال په پرتله سږ کال د سوند د موادو بیې دوه برابره زیاتې شویدي.

Copyright Larawbar 2007-2024