کور / سياسي / په ۲۰۰۹ کښي به هم کټ مټ همدا حال وي…

په ۲۰۰۹ کښي به هم کټ مټ همدا حال وي…

روسیه به ډاډمنه خو عراق به بیا هم ړنګ وي


سږ کال د هماغه متل له مخی چی وایی د دوهمی ملکه الیزابت پر پاچهۍ یو بل ستونزمن کال ورعلاوه سو ، پای ته ورسېد خو راتلونکی کال به تر هغه هم بدتر وی .


هغه له ستونزو ډکي او جګړه ییزی سیمی چی په ۲۰۰۹ کی به یې وګورو ، په دې ډول دي :


۱ – د امریکا ۱۳٬۷ ټریلیونیزه پړسېدلی اقتصاد به نور هم پسی خرابیږی . امریکا د بې پروا پورونو او ارزانه اعتبارونو د سټیرویًید له نشې او مستۍ څخه څو لسیزی ښه مزې کش کړې خو اوس بیرته خپل لومړني حالت ته د ورتګ لپاره لاس او پښې وهی . د امریکا د خزانې لخوا د بلیونونو ډالرو چاپول باید باالاخره د انفلاسیون ( د پیسو پاړسوب ) یو عظیم توپان رامنځته کړی . د امریکا بې پشتیوانې پیسې ، ډېرېدونکې بېکاري ، او برباد سوې سپما به ضرور په نړۍ کی بنسټ پالنه او سیاسی تشدد وهڅوی . ښایی پنتاګون د نړۍ د تسلط او هم په عراق او افغانستان کی د جګړو د پر مخ بیولو لپاره هغه ۵۳۴ بلیونه ډالره چی غوښتی یې دي تر لاسه نه کړای سی . د ټاکل سوي ولسمشر بارک اوباما د انتخاباتی ژمنو سره سره ، د هیڅ کومی شخړی پای نه تر سترګو کیږی . 


۲ – کاناډا به د وال سټریټ د تقلب څخه د ځان ګوښه کولو سره سره ، د امریکا د ناورین په خوله ورځی . نو  اوټاوا ته لازمه ده چی د خپل اقتصاد د بیرته سمون په خاطر انفرادی او تجارتی مالیې او پوځی لګښتونه راټیټ کړی . 


۳ – روسیه په بهتر حالت کی ښکاری . خو د امریکا او ناټو د محاصرې ، او هم ناټو ته د اوکراین او جورجیا د ورشاملولو هڅی هغه څه دي چی ښایی لوی بحران پیښ کړی . خو دا ښه دی چی د اوکراین سیاست پوهان خپلی تربګنۍ مخته سره بیایی چی د هغو له امله دغه لړزانه هېواد مخ پر ماتېدو ، جګړه ییز بحران ، آن د مورنۍ روسیې  سره د بیرته جذبېدو خوا ته درومی . 


۴ – په اټومی وسلو مجهز هند او پاکستان ، چی د ۱۹۴۷ راهیسی د ویشلي کشمیر په سر درې ځله سره جنګیدلي ، نن یو وار بیا د دې هیمالیایی غرني ایالت په سر خپلي توری له تیګی رااستلي دي . په تیر نوامبر کی د ممبی ډل وژنه چی احتمالأ د کشمیری بیلتون غوښتونکو لخوا وسوه ، دا واضح کوی چی دغه بحران باید ضرور حل سی . کشمیر نن د نړۍ د خطرناک ترینی اټومی مقابلې حیثیت موندلی دی . د هند پر خلاف د استقلال په هغه مبارزه کی چی د ۱۹۸۹ څخه راپیل سوې ، څلوېښت زره الی اتیا زره کشمیریان وژل سوي دي . 


۵ – ایران د خپل اټومی پروګرام پر مخ بیولو ته تر هغه حده ادامه ورکوی چی که وغواړی نو وکولای سی اټومی وسلې جوړي کړي . اسراییل ، د امریکا د استخباراتو د دې څرګندونی سره سره چی وایی ایران خپل اټومی پروګرامونه تم کړي ، بیا هم امریکا پر ایران حملې ته ورټېل وهی . ښایی اسراییل په یوازی ځان هم په دې هیله حمله پر وکړی چی د امریکا پښه د ایران سره جګړې ته راوکاږی . دا کار به په عراق او افغانستان کی پر امریکایی ځواکونو باندی د ایرانی خاصو ځواکونو سختی حملې او هم د خلیج احتمالی بندښت رامنځته کړی چی د نړۍ څه نا څه ۴۰٪ تیل تهیه کوی . 


۶ – د افریقا ډېر خراب انسانی بحران په دارفور کی نه بلکی په سومالیا کی دی . د هغه د لس ملیونیز نفوس نیمایی د لوږی په غېږ ورغلی دی . د سومالیا د تیری لسیزی یوازینی څه نا څه اغېزمن حکومت چی یو معتدل اسلامی غورځنګ و ، دوه کاله مخکی د امریکا او اتیوپیا د یرغل په اثر ونړول سو چی په نتیجه کی یې ګډوډي او د کښتیو چلولو وروستۍ تښتوني منځته راغلې . نو ځکه ښایی امریکا او برتانیه ژر په سومالیا او زمبابوې کی پوځی مداخله وکړی . 


۷ – د فلسطین ۶۰ کلنه شخړه به ، د سولی د آرمان په ځپلو سره هماغسی دوام ولری . د امریکا لخوا د اسراییلو د ښیً لاسو ګوندونو څخه ملاتړ چی مشري یې لیکود کوی ، له مخکی څخه لا د اوباما د نوي ادارې هغه هڅی تم کړي دي چی غواړی پر اسراییلو د مځکی د امتیازونو په بدل کی سوله تحمیل کړی . 


۸ – ښایی په ۲۰۰۹ کی پر مصر باندی د ۸۰ کلن دیکتاتور حسنی مبارک اوږد مهاله واک پای ته ورسیږی ، چی په نتیجه کی یې ممکن د قدرت یوه متشدده شخړه پېښه سی . د امریکایی ملاتړ دغه دیکتاتوری اوس د اسلامی یا هغسی ملی انقلاب لپاره چمتو سوې ده چی جمال عبدالناصر یې لارښوونه کول . 


۹ – عراق به همداسی له تشدد نه ډک ، مات او ټوټه وی چی د ټوپک والو او امریکایی پوځیانو پاچهی به پر چلیږی . که غټ شمېر امریکایی پوځونه ورڅخه راووزی نو ښایی چی کورنۍ جګړه یې له سره پیل سی . ایران به پر عراق  خپله غېږ راوګرځوی .


۱۰ – افغانستان به د اوباما لپاره هغسی وی لکه عراق چی د جورج بوش لپاره و . دا چی پنتاګون غواړی تر پسرلي پوری دلته خپل پوځونه دوه چنده کړی ، نو دا کار به جنګ نور هم شدید او هغه به پاکستان یعنی هغه هېواد ته پسی ورپراخ کړی چی له مخکی څخه لا د تشدد او ښورښ د لمبې راوتونکیً لوګی دی .کاناډا په دې سره چی غواړی خپل پوځ د یوې استعماری جګړې لپاره نور هم سنبال کړی ، ځان په هغه کی نور هم رانغښتی دی . نو ځکه باید پر کاناډا یا په بهر کی د هغه پر منافعو د حملو په انتظار اوسو . 


۱۱ – د چین د صادراتو ګړندی سقوط ، چی د هغه د کالني انکشاف ۱۰٪ جوړوی ، له مخکی څخه لا ټولنیزه نا ارامي پېښه کړې ده . که د چین « سوسیالیستی پانګوالی » همداسی لړزانه وی ، نو باید د هغه د داخلی چاودنی څخه ځانونه وژغورو . همدا راز ، د تایلینډ او کوریا زیاتېدونکو ناکراریو ته هم باید متوجه اوسو چی د دیکتاتور کیم جونګ ایل مړینه به د « غیر متوقعه بیا یو ځای والي » بېره د سیول او توکیو هوښ له منځه یوسی . پای


لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۸/ ۱۲/ ۲۰۰۸