ملا او که معلم
ددې مضمون له عنوان څخه به تاسې حېران شې چې دا لا کومه نوې جګړه ده چې ددوو علمې طبقو ترمنځ پېل شوې ده ولې په اصل کښې دا هغه حقاېق دې چې نن زموږ او ستاسې ټولنه ددې ساړه جنګ په ګرمو لمبو کښې سوزې .
دعلماوو او دېنې اشخاصو لپاره دعامو خلکو په ذهنو او ژبو کښې دا سپارښتنه محسوس او اورېدل کېږې چې علما دې له دېن سره سره دنېا ته هم توجه وکړې او ېا واېې چې ددېنې ذده کړو ترڅنګ باېد دنېوې او عصرې علوم ذده او ووېل شې او دې غوښتنې هغه وخت ډېر زور اخستې وو کله چې د طالبانو حکومت د افغانستان پر ډېرۍ برخو مسلط وو .
ولې خبره دومره ساده نه وه او نه اوس ده ماته دېوې مېرمنې هغه خبره را ېاده شوه چې خپل بچې ته ېې په نصېحت کښې ووېل چې زوېه هرڅه چې لولې او ېا هرشې چې جوړېږې خوځان کمال ته ورسوه زما دې کمال پکار دې هغه که ته ډم جوړېږې هم باېد داسې ډول وږغوې چې ستا غوندې ډول په ټول دېار کښې چا نوې ږغولې .
د اوسنې دېنې ادارې او دېنې تعلېم چې خصوصا په پاکستان کښې ېې د کسب او روزګار شکل غوره کړې دې او په حقېقت کښې هغه تش په نامه دېنې ادارې وې او پکښې علم ذده کوونکې هم هغه ثوابې طالب علمان وې چې ېواځې د وخت په تېرولو هلته دثواب په امېد پراته وې نور علمېت او معېار صفر ته راکښته شوې دې .
کله چې ېو نېم پکښې زېار کښه وخېژې او هر هغه ذده کړې چې له استادانو ېې اورېدلې وې نو هغه بېا تر فارغ التحصېل کېدلو وروسته اېله په ځان او ملګرو پوه شې چې دوې ددېن څومره لږ معلومات او په ددېن په پوهاوې کښې څومره لږ شغف لرې .
همدا احساس محرومې ددې سبب ده چې دوې تر اخره پدې تلاش کې وې چې ددې علم تنده څنګه ماته کړې ؟ له بل لورې ټولنېزې او مالې ستونزو دې دومره راګېر کړې وې چې دا تنده دده ترمرګه دده وفاداره پاتې شې نو اوس به په داسې حالاتو کښې هغه مفتې او ملا صاحب دېن ذده کوې که به له دېن سره دنېاهم ( ساېنس ، او نور هغه علوم د دنوې ټېکنالوجېکل فېلډ سره تړاوو لرې ) ؟
بېا که ېونېم سړې د خپل دېنې ذده کړو ترڅنګ د ذوق تربرېده څه نا څه له جدېدو علومو (هغه هم تنها دمطالعې له لارې نه د باقاعده نظام تعلېم او اکاډامېک سټډېز له لارې ) نه ذده کړې نو دې به دخپل زاتې منسب (ملاېې ) له لارې ددې علومو ېواځې هغه اړخونو ته پام کوې د کومو چې تعلق له حلال او حرام سره وې . ( لکه په اکنامکس کښې د سټاک اکسچېنج کاروبار او ېا دجدېد بېنکارې سسټم پر کاروبارې ترز باندې ، او ېا لکه د انشورنس کمپنېو پر بېمه پالېسې او نورو هغو مساېلو چې نن صبا ېې اکثره علما پر حلت او حرمت بحثونه کوې ).
ځېنې د وخت علامه او مفکر اسلام داسې اشخاص هم منځ ته راشې چې هغه پکښې داسلام دجامع اقتصادې نظام او پېکج دعوا وکړې او داوواېې چې دقرض ،ضاربت او امانت پر اساس د اسلام ېو ډېر لوې عادلانه اقتصادې نظام ده ته معلوم دې او باېد چې پر نړې نافذ شې .
د کمېونېزم او کپېټلېزم په مقابل کښې د مالې وساېلو او بنېادې انسانې ضرورېاتو په تقسېم کښې د اسلام د تقسېم کار او تقسېم وساېل دپاره دقران او حدېثو له رواېاتو څخه دېو مربوط او مبسوط نظام حېات دعوا وکړې .
که څه چې پدې دعوې کښې دې حق بجانب او مخلصه وې ولې خبره داده چې مال چېرته دې ؟ چې لاېې دتقسېم او ګردش په اړه موږ د کمېونېزم ، امپرېالېزم ، او ېا اسلامې نظام اقتصاد جنګونه پرمخ وړو .
چېرته ده هغه پوهه او ماېنډ چې موږ هغه معراج ته ورسوې چېرته چې د اېجاد او تخلېق علم پېل کېږې ؟
کوم دې هغه د اېجاداتو مربوط نظام او لړې چې موږ له کنزومر(صارف) مقام نه د پروډېوسر (تولېدوونکې) لوړ عالې مقام ته ورسوې .
کوم دې هغه اېجادات چې موږ ته قوې اقتصادې اساس ( انډسټرې ېا صنعت او مشنرې ) راپه برخه اونصېب کړې .
کوم دې هغه مالې حسابات چې موږ ېې د تقسېم په اړه د نظامونو د شتون له کمبود له مخامخ کړې ېو . هغه مالېات چې د صنعتې زونونو د ښه کېفېت او معېار له لارې زموږ مصنوعات د نړې په لوېو مارکېټونو کښې په عالې کېفېت لوړه بېعه پلورل کېږې او لدې لارې موږ د لوېو عاېداتو لاس ته راوړونکې ېو ؟
لومړې باېد زموږ عالمان پخپله له دېنه ځان خبر کړې هغه هلته ممکنه ده چې ددې لپاره پوره مالې او مادې وساېل موجود وې او داچانس په شخصې ډول ډېرو لږو خلکو ته مېسر وې پدې کښې دولتونه مسول دې چې دا اسانتېاوې برابرې کړې .
لدې سره به موږ دېو ښه عادلانه شرعې او مسلکې قضاېې سسټم څېښتنان شو ولې چې قاضې پر هرهغه حکم کوې چې دېوه مفتې له لورې هغه ته دحکم په اړه اطلاع ورکول شې .
دمفتې لپاره هم داضرورې ده چې هغه څوک وپېژنې چې دهغه پر قول دې فتوا ورکوې .
د مختلېف صاحب راېې فقاوو په اړه کافې معلومات ولرې دفقهاوو څو طبقې مشهورې دې لومړې طبقه دمطلق مجتهدېنو ده (مجتهدېن مطلق ) پدوې کښې آېمه اربعه (څلور امامان ) راځې چاچې په شرېعت کښې اجتهاد کړې دې او دفقې د قواعدو بنسټ ېې اېښې دې .
دوهمه طبقه د مجتهدېن فې المذهب ده چې امام ابوېوسف ، امام محمد ، او د امام صاحب نور شاګردان دې . دوې دخپل استادانو د مقرره اصولو په رڼا کښې احکام مستنبط کړې دې او په ځېنوموارېدو کښې ېې دخپلو استادانو سره اختلاف هم څرګند کړې دې .
درېمه طبقه د مجتهد فې المساېل علماوو ده ددوې په جمله کښې خصاف ، طحاوې ، کرخې ، حلوانې ، سرخسې ، بزدوې ، قاضې خان او داسې نور راځې . دوې په خپل اجتهاد هغه مساېل او احکام بېان کړې دې چې دهغو په اړوند د اېمه اربعه او دهغوې له شاګردانو دوې ته څه رواېت نوې رسېدلې . دوې له امامانو څخه دهغوې په وضعه کړل شوې اصولونو کښې اختلاف نشې کولاې .
څلورمه طبقه د اصحاب تخرېج ده . دوې مقلدېن دې لکه جصاص رازې او ددوې همرتبه اشخاص . دوې داجتهاد صلاحېت نلرې البته د اصولو له ماخذه ښه خبر وې د صاحب مذهب په داسې قول کښې چې ذوالوجهېن وې د دواړو وجهو نه دېوې دانتخاب صلاحېت لرې .
پنځه طبقه د اصحاب ترجېح ده دوې هم مقلد(چې خپله اجتهاد نشې کولاې) دې دوې دظاهر مذهب اورواېات نادره فرق کولاې شې او دوې دقوې، اقوا ، اوضعېف ترمنخ امتېاز کولاې شې قدورې ، صاحب هداېه (علې بن ابې بکرفرغانې ، مرغلانې ) او ددوې هممنصبه علما . دوې هم مطلق مقلدېن دې دوې له بېلا بېلو رواېتونو څخه ځېنو ته ترجېح ورکوې دوې کله واېې چې دا رواېت ترنورو اولې دې کله واېې چې اصح دې او ېا اوضح دې ېا اوفق للقېاس دې ..
پنځه طبقه داصحاب ترجېح ده له قدورې ، صاحب هداېه (علې بن ابې بکرفرغانې ، مرغلانې ) او ددوې هممنصبه علما . دوې هم مطلق مقلدېن دې دوې له بېلا بېلو رواېتونو څخه وځېنو ته ترجېح ورکوې دوې کله واېې چې دا رواېت ترنورو اولې دې کله واېې چې اصح دې او ېا اوضح دې ېا اوفق للقېاس دې .
شپږمه طبقه د اصحاب تمېز ده لکه د کنز ، مختار ، وقاېه ، او دمجمع مصنفېن . دوې پخپلو کتابونو کښې مردود اقوال نه دې ذکر کړې دوې دظاهر مذهب اورواېات نادره فرق کولاې شې او دوې دقوې، اقوا ، اوضعېف ترمنخ امتېاز کولاې شې.
اوومه طبقه چې مقلد محضه دې دوې دچپه او راسته فرق نشې کولاې . له دوې نه لرې اوسېدل پکار دې .
اوس دېو عالم او مفتې دا لوېه ارزو وې چې په مختلېف فه مساېلو کښې دې راجح او مرجوح وپېژنې او قوې له ضعېفه بېل کړې .
دوام لرې …