کور / سياسي / روسی کارپوه ايګور پانارين: امريکا به لنډ په ۲۰۱۰ کال کي سره وشليږي

روسی کارپوه ايګور پانارين: امريکا به لنډ په ۲۰۱۰ کال کي سره وشليږي

وال سټريټ ژورنال امريکايي ورځپاڼي په خپله تازه ګڼه کي ليکلي دي چي د روسيې د پوهنتون  پروفيسور  ايګور پانارين اټکل کړی دی چي امريکا به په ۲۰۱۰ کال کي سره وشليږي .


[Prof. Panarin]د روسيې دغه استاد وايي چي په امريکا کي د اقتصاد  تاش په تاش  کېدل او  اخلاقي  زوال  به  دغه هيواد   و يوې  کورنۍ جګړې ته ور شوه کړي  او په پای کي  به يې سره وشلوي .


پنځوس کلن پانارين چي په روسيه کي د وتلو کارپوهانو څخه ګڼل کيږي مخکي د کي جي بي په سازمان کي د يوه تحليګر په توګه کار کاوه . نوموړی اوس د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت د پوهنتون  رئيس دی چي ددې هيواد راتلونکي ډيپلوماټان روزي . دغه پروفيسور زياتره د کرملين په مهمو ميلمستياوو کي برخه اخلي او په زياتره  کنفرانسو کي  بيانيې ورکوي .
 
نوموړي تر اوسه څو کتابه ليکلي او دروسيې په رسنيو کي د سياسي چارو د کارپوه او تحليلګر په حيث  يو مطرح شخص دی . پانارين په سياسي علومو کي دوکتورا لري  او زيات کلونه  يې د امريکا په اقتصادي چارو  کي مطالعه کړېده . هغه د خپلو اټکلونو په برخه کي و دې نکتې ته هم اشاره کړېده چي  روسيه  به د ۱۹۹۰ لسيزي د ضعيفه کېدو نه وروسته بيرته پر خپلو پښوودريږي او په نړۍ وال ډګر کي به خپل پخوانۍ موقف يوځل بيا   تر لاسه کړي  .
 
پانارين  وايي چي د امريکا سره دښمني نلري خو اخطار ورکوي چي  د امريکا راتلونکې او لير ليد خورا بېروونکی او مهلکه  دی . هغه وايي د ۴۵ څخه تر ۵۵ په سلو کي دا احتمال سته چي دغه شلېدنه همدا اوس  را مينځته سي خو که په دې هکله جدي بحث وسي نو داسي معلوميږي چي دغه کار و روسيې ته  يوه بهترينه سناريو نده . پانارين  زياتوي چي ددې سره  سره چي په نړۍ وال ډګر کي به د روسيې قدرت  وځليږي ، خو  د امريکا سره د سوداګرۍ او په ډالر باندي د روسيې  تړاو به  زموږ هيواد د بحران سره مخامخ کړي .
 
هغه اټکل کوي چي د مهاجرت پراخ  بهير، اقتصادي رکود او اخلاقي زوال به د راتلونکي کال د مني څخه را  شروع او د يوې کورنۍ جګړې اساس به ورباندي کښېښودل سي او دا کار به ډالر  هم  په يوه ايکي کړي . د ۲۰۱۰ کال د جون يا  جولای په لومړيو کي به امريکا پر شپږو برخو و وېشل سي يعني تجزيه به سي  او په دې  پروسه کي به الاسکا بيرته وروسيې ته را وګرځي  .
 
 هغه په دې باور دی چي دغه اوسنی اقتصادي رکود او  ټولنيزي ستونزي او عوامل  داسي سره اخښل سوي دي چي په امريکا کي به  ضرور په یوه سياسي او ټولنيز بحران باندي ختميږي   اودا کار به  بډای ايالتونه و دې ته مجبوروي چي و  فډرالي دولت ته  دخپلو مالي منابعو د ورکولو څخه ډډه وکړي .
 
پانارين اټکل کوي چي په امريکا کي به ټولنيز بحران او کورنۍ جګړې  دوام  او د ملي او قومي ناباوريو او اختلافو په نتيجه کي به بهرني قدرتونه  ددې هيواد و دننه ته ورننوزي  .
 
دغه روسي پروفيسور اټکل کوي  چي کاليفورنيا به د کالیفورنيا د جمهوريت په نامه د چين  يوه برخه يا د هغه تر نفوذ لاندي يوه سيمه وګرځي . تکزاس به د تکزاس جمهوريت زړه  او د مکسيکو تر کنټرول يا نفوذ لاندي به يوه برخه وي . واشنګټن او نيويارک به د اتلانتيکي امريکا يوه برخه ګرځي چي ښايي د اروپا د اتحاديې سره و تړل سي . په دې لړ کي به کاناډا د امريکا د شمالي ايالتو يوه برخه  به، د شمالي مرکزي امريکا د جمهوريت تر نامه لاندي  په خپل کنټرول کي راولي . هاوايي به  د چين يا جاپان او يا الاسکا تر ملاتړ لاندي د روسيې تر کنټرول لاندي راځي .
 
پاناراين وايي : امريکايان و دې ته اميدواره دي چي د نوي جمهور ريئس  په حيث به د بارک اوباما راتګ و هغوی ته  يوه معجزه را مينځته کي، خو د پسرلي په راتلو سره به دغه خبره و ټولو ته جوته سي چي داسي څه به
هيڅکله هم پېښ  نسي  .


 تر دې مخه هم، د امريکا يو مشهوره کارپوه فرانسيس فوکوياما ويلي وه چي چي امريکا او سرمايه داري يې د دړي وړي کېدو په حال کي ده .


[Igor Panarin]


 

تبصره نسته

  1. da ba somra she badlon wie che Amreka totee totee shie Amrikayan au karzai de Pashtano QATELAAN die da de Amrika Amperialissm pa milionono pashtanah taba kral
    de mojahidino BOLADOIAN (komandanan) ie waghowal da iaw ie sha kar karei dai.

  2. ډیر پخوا مې یادیږي چې د ورسک په ټول غاړي کې د حزب اسلامي لخوا په افغانستان باند ی د روسانو دنظامي تجاوز او تیري د غندلو په خاطر ډیره ستره غونډه جوړه شوي وه په دې وخت کې په افغانستان کې د روسې زبر ځواک په مقابل کي د افغان ولس له اړخه ستر او قوي جهاد روان و او چا فکر هم نه کاوه چې د روسي امپراطوري دي دومره ژر د ماتي سره مخ او ټوټي ټوټي دي شي . په دې غونډه کې د حزب اسلامي مشر انجنیر حکمتیار وویل چې هغه ورځ لرې نه ده چې د روسیي د امپراطورۍ د ټوټي ټو ټي کیدو وخت راشي او دا هم لیري نه ده چې امریکا به په (۵۲) هیوادونو وویشل شي ، ( دامریکا ټول ولایتونه دوه پنځوس دي )
    اوس چې د روسیي ددغه شنونکی خبره اورو او ځمکني حقایق هم د اقتصادي او ټولنیزو جوړښتونو سره یو ځاې ورځنیو پیښو ته وینو نو د ښاغلي حکمتیار هغه وړاند وینه را ته تر ډیره حده پورې په حقیقت ولاړه ښکاری . والله اعلم
    په هر صورت د ظلم او تیرې شپې او ورځې ډیرې لنډی دي. دامریکا حاکم استبدادي نظام چې په افغانستان او عراق کي د جرمني نازیانو کومي پیښې وکړې هغه د شلم او یوشتم قرن د بدترینو فجایعو په ډله کې راځي او مسؤلین یې د بشر د حقوقو د بین المللی اتحادیو له اړخه
    همداسې جنګي مجرمین ګڼل کیږي لکه د نازی نظام چې وو. همدا راز هغه تجاوز او تیرې چې د یهودو صهیونیست رژیم لګیا دې د فلسطینانو په مقابل کې کوي د هر اخبار او تلویزون په پرده پروت دې ، الله ظلم نه خوښوي او د ظالم لاس به خامخا یوه ورځ نه یوه ورځ لنډوی، په دې اساس د الله د لایزال قدرت نه غواړو افغانان اوپه عامه توګه ټول اسلامي امت سره را ټول او دې غاصبانو ته په خوله ګذار ورکړي .
    و سیعلم الذین ای منقلب ……

  3. It is not important what happens to USA or Russia. We better think about our own problems in a bigger picture. Our problem is our backwardness, ignorance and contraversial life style. We better bring some improvement om our life by changing our life and standing up for challenges. If USA is divided, then Canada will take over, therefore there is no reason to believe that our life will change. We need to stand on our own feet.

  4. محترم او عزتمند ورور يما صاحب ، ستاسو په زړه پوري ژباړه مي ولوسته ، باور وکړئ تر موضوع مي ستاسو د ژباړي روانه او خوږه ژبه خوښه سوه ، هيله ده چي په راتلونکي کښې ستاسو دغه ډول نوري مهمي ژباړي هم خپرې سي . ډيرئ پوهان وايي چي تر کمزوري ليکني زوروره ژباړه ډير ارزښت لري ، زه هم په پوره يقين ويلای سم چي د ساده ليکنو څخه به دداسي ژباړو مينه وال او لوستونکي هم زيات وي ، اباد اوسئ .

  5. What happens to the USA only ALLAH S.W.T. knows , but what we have to do for our nation and the rest of the Muslim Umma is our duty now to take part in Jihad for the casue of Allah S.W.T. and free Afghans and the rest of the Muslims from foriegn aggrastion, occupation , and the only way we can do this is to first educate ourselves, participate in Jihad of any kind we can, and have mercy and be kind to our people and all the human race so Islam is in everyone's hearts without any fear and force. This must be our final goal to make Islam and the love of Allah S.W.T. and his beloved Messanger (peace be up on him) in every man and woman's heart. We as a Muslim Umma are obligated to free all humans from aggration and abuse no matter where they are on this earth and who they are and what color their skin or eyes are. We must learn to love our neighbors and have mercy on animals so Allah S.W.T. lead us to the right path. With this wish , we must continue our Islamic duties be it fighting on the battle feild, writing a paper, giving cherity or assisting others learn the DEEN. It will be only then that we can be hopeful of a society that neither USA nor Russia or others will be able to do what they did and are doing to us in the name of Socialism or Capitalism or other Isms

  6. الله دي دا ورځ ډ يره ژر را ولي.

  7. i wish to see this time day month year

  8. خدای پاک خودی داورځ ډيرژر راولی.

  9. خدای پاک خودی داورځ ډيرژر راولی.