کور / تازه خبرونه / په خيبر كې درنه نښته

په خيبر كې درنه نښته

خبري سرچينو ويلي، نن سهار  د خيبر ايجنسۍ په جمرود او شاوخوا سيمه كې د پاكستاني پوځ له خوا پر اورپكو سخت بريد پيل شوى. په بريد كې له درنې توپخانې كار اخيستل كېږي او دا هم ويل شوي، چې د كوهاټ ټونل لا له مخكې بند كړل شوى. دغه راز پېښور ښار ته نزدې سيمه بډه بېره كې هم ګرځ بنديز اعلان شوى.
د محرم له پيلېدو سره سم په پېښور ښار كې هم امنيت سخت ټينګ شوى او ځاى ځاى پوليسو تالاشيانې پيل كړې.
د يادونې وړ ده، چې نن د پېښور د كارخانو كاروباري ماركيټونه تړل شوي او د پېښور- تورخم په لاره تګ راتګ بند دى. د پېښور تورخم لار هغه سيمه ده، چې تل پكې ناټو ته تلونكي ټانكرونه او باروړونكي موټر د اورپكو له لوري سوځول كېږي.