کور / خبرتیا او پيغامونه / ‘ دبارک اوباما په نوم پرانستئ ليک ‘

‘ دبارک اوباما په نوم پرانستئ ليک ‘


بسم الله الرحمن الرحيم


د تورې بوړې له سردرو څخه سپينې ماڼۍته!

پرانستئ ليک

د متحده ايالاتو ولسمشر بارک حسين اباما!

السَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى

وبعد : تر ټولو دمخه بايد په دې واقعيت پوه شئ، چې د نړۍ له ذلت او د جهنم له اورڅخه بچ کېدل يوازې په اسلام کې دي او يوازينى دين چې د انسان ددنيا او اخرت برياليتوب تضمينوي، هغه د اسلام مقدس دين دى.

دا چې تاسې د امريکا په تاريخ کې لومړى تور پوستى ياست، چې د سپينې ماڼۍ واګي په لاس کې اخلئ، د تاريخ په پاڼوکې دا هم ورزياته کړئ، چې تاسې د امريکا په تاريخ کې هغه لومړى ولسمشر واوسئ چې حق ومنئ او د اسلام سپېڅلې عقيده خپله کړئ. له موقع څخه په استفادې سره غواړم ستاسې پام يو څو ټکو ته راوګرځوم.

لومړى دا چې ايا تاسې پوهېږئ، چې ستاسې ولس له يوه داسې امت سره په جګړه کې ښکېل شوى، چې د يوه جسد مثال لري او دغه جګړه پيل لري، خو پاى نه لري.

د امريکا دا اټکل ناسم دى، چې په يوه اسلامي هېواد بريد په يوه هېواد بريد دى. هيڅکله داسې نه ده! تاسې په خپل اټکل کې تېروتي ياست؛ نو ځکه مو جګړه له اټکله اوږده او لګښت موله تخمين څخه زيات او خساره مو له اټکله څو چنده زياته وليده؛ دا ادعاء نه ده، دا د بوش خپل اعترافات دي.

اوس چې د امريکا ولس هم په دې پوهېدلى، چې واکمنو يې د اټکل پر خلاف جګړې ته کوز کړي او د راوتلو لار نه ګوري. په نړۍ کې چې امريکايانو د يوه ځواک په توګه ځاى درلود؛ نن يې هغه حيثيت بايللى. د جګړې په ډګر کې يې د وسايلو، ټکنالوژۍ او افرادو ماتې هغه څه دي، چې د امريکايانو رعب او داب يې په صفر کې ضرب کړي.

له دې جګړې څخه د راوتلو په هيله يې تاسې ته خپله رايه درکړې. دا چې تاسې د تور پوستو په توګه په امريکايي ټولنه کې پرېوتې اقليت ياست، خو بيا هم دغه ولس ستاسې د هغو ژمنو په هيله، چې د امريکا بايللى حيثيت به راوګرځوئ، د دغه هېواد ويجاړ اقتصاد او امنيت به بېـرته ورغوئ او د دوى بچي به له جګړه ييز حالت څخه رابهر کړئ؛ تاسې ته رايه درکړه. له دې څخه تاسې خپله اندازه واخلئ، چې امريکا څومره ګواښمنو څپو لاهو کړې، چې اوس هر کمزوري او قوي بوټي ته د خپل نجات په تمه لاس غځوي.

که تاسې غواړئ، چې له خپل ولس سره په ژمنو وفادار واوسئ او ريښتيا هم امريکايانو ته د وحشت پر ځاى د انسانيت، د ګواښ پر ځاى د امنيت او د غربت پر ځاى د پياوړي اقتصاد حيثيت خپل کړئ، نو بې له ځنډه دبوش او د امريکا په تېره پاليسۍ د بطلان کرښه راوکاږئ . په سمدستي توګه د افغانستان په ګډون له ټولې اسلامي نړۍ څخه خپل ځواکونه وباسئ، له مظلومو ولسونو څخه بخښنه وغواړئ او د وراوښتو زيانونو تاوان ومنئ.

ايا تاسې پوهېږئ، چې هره پېښه لامل لري او ترڅو چې لاملونه له منځه ولاړ نشي، د پېښو مخنيوى ناشونى دى.

په امريکا د يوولسم ستمبر د بريدونو په ګډون ټول بريدونه او ګواښونه هم لامل لري، تاسې بايد د امريکا د ګټو په خاطر او د خپل ولس د خونديتوب په هيله دغه لاملونه درک کړئ او له منځه يې يوسئ، چې هغه د اسراييلو په اړه د امريکا ناکامه پاليسي ده. اسراييل يوازې په منځني ختيځ نه، بلکې په ټوله نړۍ کې د فسادونو منشا او سرچينه ده، د امريکا لخوا د اسراييلو بې درېغه ملاتړ امريکا هم له ګواښ سره مخ کړې.

د بيت المقدس مسالې ته د فلسطين يا د عربو د قضيې په توګه کتل حماقت دى، د بيت المقدس قضيه د ګرد اسلامي امت قضيه ده او ترڅو چې بيت المقدس له ګواښ سره مخ وي اسراييل او ملاتړي به يې هيڅکله له بريدونو په امن نشي. تاسې خبر ياست، چې اسراييلو تل هڅه کړې بيت المقدس و نړوي او اوس يې هم په بېلا بېلو لارو د بيت المقدس د ورانولو هڅې پيل کړي؛ نو په دې صورت کې د اسراييلو ملاتړ او حمايت د اسلامي امت پر وړاندې د يوې داسې جګړې اعلان دى، چې پايلې يې ترخې دي.

بارک اباما!

که تاسې هم د بوش پر پل، پل واخلئ او په تېره پاليسۍ له سره غور ونکړئ، يوازې دا نه چې د امريکا رعب به ختم شي، اقتصاد به يې ونړېږي او مصئونيت به يې له منځه لاړ شي؛ بلکې امريکا به د تاريخ يوه تېره کيسه وګرځېږي، د نني متحده ايالاتو په څېر يو وخت شوروي اتحاد هم په نړۍ د واکنۍ خوبونه لېدل چې په زوال تعبير شو.

دا چې تاسې له عراق څخه د خپلو ځواکونو د ويستلو پرېکړه کړې، دا يوه ښه پرېکړه ده، د نورو ازادي سلبول، د هغوى پر حقوقو يرغل، د بې ګناه انسانانو وژل او زورول او د هېوادونو ورانول په نړۍ کې د امريکا پر وړاندې د پاڅون احساس راپاروي.

تاسې بايد د افغانستان په اړه هم دا پرېکړه وکړئ او زر تر زره خپل ځواکونه زمونږ له ګران ټاټوبي وباسئ! تاسې ښايي د افغانستان جغرافيوي موقعيت په ځير نه وي لوستى.

ستاسې دا ګمان چې افغانستان ته به د نورو ځواکونو په رالېږلو سره دا هېواد ستاسې تر اشغال لاندې راشي، دا يوه ناسمه انګېرنه ده او دا اټکل هم هغومره ناسم دى لکه بوش چې په افغانستان د بريد پر مهال کړى و. د افغانستان موقعيت يوازې دا نه چې ښامارانو ته يې ددې هېواد هضمول سخت کړي، بلکې د تل لپاره يرغلګرو دلته ساه ورکړې اوله همدې ځايه يې د امپراتورۍ د پاى شيبې پيل شوي.

بارک اباما!

ايا تاسې پوهېږئ، چې په دې سيمه کې په ټکنالوژۍ سمبال رقيبان لرئ؟، هغوى هيڅکله په دغه سيمه کې ستاسې تسلط نه شي زغملى، په ويتنام کې د ماتې کيسې به مو په زړه وي؟ تاسو خو يوځل دغه سيمه ازمايلې، د بيا ازمېښت اړتيابه نه وي؛ خو که تاسې بيا هم دا تېروتنه تکراروئ، نو بيا ددې تابيا هم ولرئ، چې د اور دغه لمبې په سپينه ماڼۍ راتاوېدلاى شي او يوه ورځ د واشنګټن او نيويارک په ښارونو کې هم د هلمنداو فلوجې حالات راتلاى شي.

که ستاسې موجوده ځواکونو لږ څه برياليتوب ترلاسه کړى واى، نوکېداى شول، چې د نورو ځواکونو په رالېږلو به مو د لا زياتو برياليتوبونو تمه درلوداى، خو دا چې د اووکلونو په تېرېدو د اربونو ډالرو په لګښت او د زرګونو پوځيانو په قربانۍ بيا هم نه تاسې د افغانستان ځمکه تر کنټرول لاندې راوسته، نه مو د خلکو زړونه خپل کړل او نه مو د خپل خونديتوب هيله ترسره شوه؛ برعکس د هرې ورځې په تېرېدو سره سيمې له لاسه  ورکوئ او د خلکو نفرت او کرکه ستاسې پر وړاندې مخ په زياتېدو ده. يوازې په افغانستان نه، بلکې په ټوله نړۍ کې د امريکايانو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.

د نورو ځواکونو رالېږل يوازې همدا پايله درلودلاى شي، چې ډېرې جنازې به يوسئ، د لګښت کچه به مو زياته شي او د ډېرو ځواکونو په رالېږلو سره بيا هم ستاسې ناکامي ستاسې په تندي د شرم او پېغور يو بل داغ دى.

افغانان د خپلې سپېڅلې عقېدې او هېواد په دفاع کې د جګړې لپاره پوره چمتووالى او صلاحيت لري، ډېر هغه کسان چې تاسې يې خپل ملګري او غلامان ګڼئ، بيا هم د خپل افغاني طبيعت له مخې له تاسې څخه کرکه لري او ستاسې پر وړاندې د مبارزې له کاروان سره پټه خوله ملګرتيا او همکاري لري.

په افغانستان کې ستاسې زيات شتون او دنوروخت لپاره پاتې کېدل په سيمه کې ستاسې پر وړاندې د نويو خوځښتونود راټوکېدو سبب ګرځي، چې بيا به له سيمې څخه د ځواکونو په ويستلو آرام نه شي.

بار ک اباما!

تاسې په داسې حالت کې د جګړې له برکته د کمزورۍ پر خوا روان ياست، چې ستاسې رقيبان ورځ تر بلې د قوت او ځواکمنۍ په لور ګامونه اخلي  . تاسې په افغانستان کې د نورې نړۍ له ملګرتيا څخه د تجريد پر لوري ښوځېدلي ياست؛ خو بل خوا د مجاهدينو مقاومت ته ډېر هېوادونه هيله من شوي او غواړي اړيکې ورسره ټينګې کړي.

مخکې له دۍ، چې د وتلولارې مو بندې شي او بيا د واشنګټن په توګه له افغانستان څخه ووځئ؛ ښه به داوي، چې له اوسني حالت څخه په استفادې سره د متحده ايالاتو په توګه زمونږ ګران  هېواد تخليه کړئ او نور خپل يرغل ته د پاى ټکى کېږدئ.

پرېږدئ، چې افغانان په خپل هېواد کې د خپلې خوښې اسلامي نظام رامنځ ته کړي .

له هغه قوم سره جګړه فتحه نه لري، چې مرګ له ژوند څخه بهتر بولي.

لا تراوسه يې مازغـــه پـــــــه قرار نه دي

چا چې ما سره وهلى سر په سنګ دى

مولوي انوارالحق  “مجاهد”

د عاليقدر مولوي محمديونس خالص رحمه الله جانشين

او د تورې بوړې د محاذ مشر

تاريخ / ١٥/١٢/٢٠٠٨ز _ ١٣٨٧/٩/٢٥ل