کور / تازه خبرونه / پېښور: د محرم په مياشت کښي دي د بې ځايه گرځيدو نه ډډه وسي

پېښور: د محرم په مياشت کښي دي د بې ځايه گرځيدو نه ډډه وسي

په پېښور کښي د افغان کډوالو د رياست له خوا پر افغانانو غږ شوئ، چي د محرم په مياشت کښي له بې ځايه گرځيدو څخه ډډه وکړي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د رياست له خوا ايس سي پي آر ډي ته په يوې راليږل شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې افغان کډوال دې د محرم الحرام د مياشتې له لامله له بې ځايه گرځيدو څخه ډډه وکړي او د گرځيدو پر مهال دې د افغان سيټيزن اصلي کارډونه وگرځوي او پوټو سټيټ دې نه گرځوي.


اعلاميه زياته وي، چې افغان کډوال دې د کوربه هېواد پاکستان قوانينو احترام وکړي،هغه کډوال، چې په کيمپونو کې ووسيږي له کيمپونو څخه دې ښاري سيمو ته نه راځي او  د ښاري سيمو کډوال دې په خپلو کورونو کې ووسي او د اړتيا وړ توکې دې له اوسه څخه راونيسي.