کور / کتاب / نوې راډيو خبريالي د ځوان خبريال عبدالمالک عاصم اثر

نوې راډيو خبريالي د ځوان خبريال عبدالمالک عاصم اثر

نوې راډيو خبريالي د ځوان خبريال عبدالمالک عاصم په لاس ليکل شوی اثر دی چې د راډيو-ژورنالېزم په ډګر کې کمساری ګڼل کېږي .


په دغه کتاب کې د راډيو لپاره پر خبر ليکلو، راپورونو، راپورتاژونو، فيچري راپورونو يا پکېجونو، د خبر کيو، ژوندۍ خپرونو او نورو راډيو تړليو موضوعاتو باندې بحث شوی، بېلګې يې وړاندې شوي او لارښوونې او تجربې پکې راغلې .


دا کتاب د سالنګ کتاب خپروونکي‌ په هڅه او د هېندارې مطبوعاتي او فرهنګي بنسټ په حقوقي ملاتړ په۷۶ مخونو كې چاپ شوى دى.


دا کتاب د راډيو خبريالۍ د برخې د زده کوونکو او هر چا لپاره چې د راډيويي ژورناليزم مينه وال دي يو ښه اثر دی.


عبد المالک عاصم له کابو دريو کلونو راهيسې په کابل کې د بي بي سي نړيوال سرويس له پښتو څانګې سره کار کوي چې دمګړۍ د مشر پروډيوسر دنده لري.
 


دکتاب نړيواله شمېره : ISBN=978-9936-406-03-2


دغه كتاب په لاندې پتو تر لاسه کولای شئ :


کابل : شاه محمد کتاب پلورنځی، صدارت څلور لاره مصطفی هوټل ته څېرمه
صميم کتاب پلورنځی پښتونستان هوټل يوسفي مارکېټ.


کندهار :  افغان قرطاسيه او کتاب پلورنځی ارګ بازار.
ننګرهار :  مومند کتاب پلورنځی پښونستان واټ جلال اباد.