۲۰۰۸د طالب امارت تر پورځیدو وروسته تر ټولو خونړی کال
40
۲۰۰۹ میلادي کال داسي مهال رادبره کیږی چې تیر۲۰۰۸کال دافغانستان لپاره دطالب واکمنۍ ترراپورځیدو وروسته ترټولوخونړی کال ګڼل سوی دی .
هغه ارقام چې دحکومتي اوخپلواکواداروله لوری خپاره سوي ښیي چې د۲۰۰۸کال په بهیرکي دملکي وګړو، کومتي اوبهرنیوځواکونو مرګ ژوبله دتیروکلونوپه پرتله څوبرابره زیاته سوې ده .
په تیر۲۰۰۸کال کي درسمي شمیروله مخي تردري سوه زیات بهرني عسکر په افغانستان وژل سوي دي چې دتیروکلونوسره یی په پرتله په مراتبوډیرګڼل کیږی .
همدارازدافغانستان ددفاع وزارت دشمیروله مخي په ۲۰۰۸کال کي ۳۴۰تنه دملي اردوسرتیري وژل سوي دي اودکورنیوچاروزارت بیادخپلو۱۰۰۱تنو پولیسي مامورینودوژل کیدوخبرورکړي چې ډیرو یی په مخامخ جګړو، چاودنواوځانمرګوبریدونوکي ژوندله لاسه ورکړی.
خوهغه چې په افغانستان دننه اوبهردډیرو لپاره داندیښني وړګرځیدلي د۲۰۰۸کال په بهیرکي په افغانستان کي پرخه ملکي مرګ ژوبله ده چې هم دبهرنیو ځواکونو په نظامي عملیاتوکي اوهم دمخالف لوري په چاودنواوځانمرګي بریدونوکي رامنځته سوې.
دافغانستان دبشری حقونوخپلواک کمیسون په خپل یوه تازه راپورکي خبرورکړي چې په ۲۰۰۸کال کي دملکي مرګ ژوبلي کچه څلویښت په سلوکي لوړه ختلې .
دبشری حقونودخپلواک کمیسیون ددغه راپورله پربنسټ ، دهغو ۱۷۰۰څخه زیاتوولسي وګړوله ډلي څخه چې په ۲۰۰۸کی وژل سوي له ۶۰۰څخه زیات یی دافغان اوبهرنیوځواکونوپه پوځی عملیاتوکي قرباني سوي اوپاته نوریي دطالب وسلوالوپه ځانمرګي بریدونواودسړک دغاړي په چاودنوکي له منځه تللي دي.
د۲۰۰۱ کال راپه ديخوا په افغانستان کي دطالبانو پرضد دجګړي په ترڅ کي دورځ تربلي زیاتیدونکي ملکی مرګ ژوبلي مسئله اوس په يوې حساسې موضوع اوښتې. ددغې ستونزې له کبله پر افغان دولت او دهغه پر نړيوالو ملگرو نيوکې زياتې سوې اودعاموخلګوپه منځ كي يي دهغوي باورته لوي زيان اړولي دى.
یوپلوته طالبان چې ظاهرایی دافغان حکومت اوپه هیوادکي میشتوبهرنیوځواکونوپرضدجګړه اعلان کړي دملکي اونظامي کسانوپه تفکیک کي پاته راغلي اوپه ټوله کي یی ملکي کسان ترخپلوبریدونولاندی راوستي دی .
په تیر۲۰۰۸کال کي طالبانوسلګونه تنه ښوونکې ، زده کونکې ، قومي مشران ، دینی عالمان ، ددولت ملکي مامورین ،دطبی اوبشری مرستوکارکونکي اوعادي کاریګر یاخوپه مخامخ توګه اویاهم په خپلوچاودنواوځانمرګي بریدونوکي وژلي دي.
بل پلو نړیوالوځواکونودافغانستان داساسي قانون، نړیوالوبشري موازینو او جنګي اصولو څخه په سرغړونه ملکي میشتي سیمي بمبارکړي، دشپی له پلوه یي پرملکی کورنوبریدونه کړي ، خپل سره تلاښۍ اوناقانونه نیوني یی ترسره کړي اوسلګونه ملکي وګړي ، ماشومان اوښځي یی وژلي اوټپی کړي دي.
بل خوا په داسي حال کي چې دامریکامتحده ایالتونه په ۲۰۰۸کال کي په افغانستان کي دتاوتریخوالي دبی جوړي زیاتوب پخلی کوي وایي چې په رانوي کال کي به دغه هیواددافغانستان دبحران دکمولولپاره ځانګړي تګلاره غوره کړي .
امریکاپه پام کي لري چې ترراتلونکوشپږومیاشتوپوری به شاوخوادیرش زره نورسرتیري افغانستان ته راولیږي چي په دي توګه به نو رانوی ۲۰۰۹کال کي افغانستان ددوه برابره امریکایی سرتیرودزیاتوب شاهدوي.
همدارازبه په نوي ۲۰۰۹کال کي افغانستان دولمشرۍ ددویمي دوري دټولټاکنوشاهدوي چي سر له اوسه یی لاپه اړه اندیښني موجودي دي چې ښایی ټولټاکني داورپکوله لوري له ننګونوسره مخ سي.
حکومت وایی هڅه کوي دنړیوالي ټولني په مرسته په هیوادکی امنیټی وضعیت ترکنټرول لاندی راولي خو هغه نظرسنجوني چې دنادولتي اداروله لوري خپري سوي ښیي چې د۲۰۰۳څخه تراوسه دناامنو زیاتوب ته په پام سره افغانان راتلونکي ته هم چندان خوشبینه نه دي.