جان مكين : هند غواړي پر پاكستان هوايي بريد وكړي

40 | دسمبر 30th, 2008


امريكايي سناتور جان مكين وايي چې هندوستان غواړې په پاكستان كې د ننه د شته ترهګرو په پټنځايونو باندې هوايي بريدونه وكړي .

د جيو ټلوېزيون د خپاره شوي يو راپور پر اساس د امريكا ولسمشرۍ ته پخوانى كانديد او سناتور ښاغلي جان مكين نن له يوې رسنۍ سره په خپلو خبرو كې ويلي دي چې :

هندوستان او پاكستان دواړه اټومي طاقتونه دي چې نن سبا يې خپلمينځي اړيكې تر بدو بترې شوې دي او دواړه هېوادونه يو نازك پړاوو ته ننوتي دي .

د جان مكين په خبره امريكا د هندوستان او پاكستان په روانو حالاتو باندې له يوې سترې ننګونې سره مخ شوې ده .

دا په داسې حال كې ده چې نن د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي وو چې هند دي د پاكستان سره په سريكه پوله نور د خپلو سرتېرو ځاى پر ځاى كولو ته د پاى ټكى كښېږدي او د حالاتو په ولكه كې اخيستلو په موخه دي د خبرو اترو لار غوره كړي .

Copyright Larawbar 2007-2024