کور / طنز / زړه لمپه

زړه لمپه

امیرصیب، چې  خوست  ته تللی وو هلته يې د بمبارد شوو کورو په کنډوالو کې یو ه زړه لمپه وموندله هغه يې د پټو  لاند ې پټه  ونیوله په سفر پوه نه شو په خیالي اسمانو کې ګرځیدی او د هیلو غوټي یې وغوړیدې اووپړسیدی د هغه په ډاډ يې ټلوالې  ته وویل : یا به زما منئ یا به ځئ!

اوهغه يې  له ځان سره  ماڼۍ ته یووړه د شپي چې ټوله ویده شول ؛ زړه لمپه يې راواخیستله او له خوشا لۍ يې چیغې کړې .

انګړ ته ووت  او لمپه يې کرار کرار وموښل، د هغې له څوښکې نه لکه د اتوم بم یوه توره د دود غروښکه پورته شوه چې پسته مېلودي ورسره ږغیده اوله هغه دود څخه  یو دیب جوړ شو، هغه امیرصیب ته کړوپ او لاس په نامه ودرید  او ويې وویل :وایه زما باداره ! څه غواړې؟

امیرصیب په خوشالۍ له ځان سره وویل: چې خدای يې چا ته ورکوی بیا نه وایي چې ډارن يې

له تعجبه يې خوله ویته پاته وه ،چې څه شی لومړی وغواړي.

نود یوه اوږده توخې وروسته يې دیب ته وویل:

– بمبارد بند که !

دیب سور او سپین شو څټ یې وګروئ او ويي ویل:

ساري ،دا نه شم کولی!

امیرصیب چپ چپ ورته وکتل  او ورته يې وویل:

بډې اخیستل او اختلاص ورک که!

دیب بیا غوږ وګروئ او ځواب يې ورکړ :

ساري ،دا نه شم کولی!

د امیرصیب تندی تریو شو او ویي ویل:

د متل انځورونه له دوترو څخه لیري که !

دیب بیا پزه وګروله او ځواب يې ورکړ:

ساري ،دا نه شم کولی!

امیرصیب د دیب په دې ناغیړیو او سرغړاندود حسرت سر وښوراوه او په زړ ه کې یې ویل کاشکې لوی څارنوالۍ ته یې وروپیژنم خو لاحوله يې کړه اوورته يې په غوسه وویل :

نوما بیا وټاکه !

دیب سر کښته واچوی او د سترګو د بڼو په پر له پسې ښورولو سره یې په اشاره ځواب ورکړ:

ساري !دا نشم کولی!

امیرصیب په غاښو چيچیلو هغه ته وویل

ماته جرات راکه !

دیب لکه شتمن چې فقیر ته وایي ځواب ورکړ :

خدای دي درکړي!

امیرصیب په ګيله ورته وویل:

په مادریشي واغونده ؟

دیب لکه مشر چې کشر ته وایي ځواب ورکړ:

خدای دي درباندې واغوندي

امیرصیب په غوسه ورته وویل:

ماته هم یو ه خالي لمپه پیدا که ؟

دیب لکه د کورو پيدا کولو رهنما چې و کرایه نشین ته وايي ځواب ورکړ:

– خدای درپیدا کړي!

دامیرصیب ،چې خوله نوره وچه شوې وه په ډیرې ناامیدي وویل:

نو څه شی دې دلاسه  کیږي؟

دیب لکه نجلۍ له حیا ډکه خندا وویل:

صیب  نڅاه

امیرصیب په شک ترې وپوښتل: ته د الادین دیب نه یې؟؟

دیب : یا زه د ماشومانو ګیم یم

امیرصیب: زه  هر بلا چې کیږي  دم ګړی غنیمت ده یوه نڅاه خو وکه!

دیب ورک شو اوپر لمپې یو سور چراغ سترګګونه  وهل اوویل يي:

لو بطری( بالټی ختمی شوې)

امیرصیب هغه په لغته ووهله او هلته لاس تر زنې لاندی په چرت کې کیناست .