کور / کیسه / د بد ماشانو ګنج

د بد ماشانو ګنج

ګوره تاته وایم !زماخبري په غورسره واوره !! بیابه لاسونه نه سره مروړې ؟داسي به وکې نن خوهغسي هم نه سې تللای نولاړ شه په ښارکي وګرځه ښه ښایسته ښاردی ننداره یې وکړه ګوندي څه پام اوفکردي په بله شی .

خوګوره تاته وایم ! چي څوندي احتیاط دځان سره وکړې دبې بختۍ وخت دی هسي نه چي څوک دي حیاناکه څېره درڅخه و ویني په یوه لانجه به واوړوبیادي له دې ظالمانوڅخه څوک خلاسوای شي  . هوستاخبره درسره تائید وم ،داخوزموږکوردی ،خواوس خبره داسي ده چي موږهم ددوی بغیرڅه نه شو کولای ،ځکه له دوی سره نن ټوله نړۍ ملګرې ده ،بیا خودوی وایي چي موږتاسوته په ډیرښه نیت راغلي یو اووایي موږتاسوته سړکونه،پلچکونه،فابریکې،مکتبونه ، شفاخانې اونورډیرڅه درجوړوو بس یوڅه وخت به یې زورراوړکه  مي  . . . . خوبیابه مزې کوومزې ،

خویوې بلي خبري ته دي بایدفکروي چي په لوکس موټر کي ونه ګرځې، دلته ډیرخطرناکه خلک پیداسوي که پوه سول چي ته شتمن یې دسترګوپه رپ کي به دي وتښته وي .

نه. نه بابا ! ستاپه دې خبروسرنه خلاسیږي هغه والله که ترقومندانۍ … . . .

ښه، ښه زماپه خبروباور نه کوې ولي هغه ورځ یې د(. . . ) څخه په ترکمنستان کي پنځه لکه ډالردمافیابانډ دی که څه بلاکي نه کړه جمع ،ولي هغه (. . . ) دي هیرسول ،چي دبیچاره څخه یې اتیازره ډالره هم واخیستل اود ادی شاوخوادوه کاله کیږي چي دژوندمرګ درک یې هم نشته هغه کوچني ماشومان یې لاتراوسه انتظارکوي چي بابابه کله ….

ښه ته غوږشه چي خبره راڅخه اوږده نشي ، سباسهاربه دملایانوداذانوڅخه مخکي حرکت کوې  ! هو،له شینډنډه لږپه بېړه تیرشه داسي نه وي چي تاهم دهغه ماشوم غوندي په خپلووینورنګ کړي، بیابه موږپرچاژاړو؟په چابه منوچي داخویې بې ګنا ه ملکي وګړي چي ډېره برخه یې ښځي اوماشومان وه بمبارکړي دي ؟هلته به  دچاپه زړه کي رحم پیداشي ،چي ته لکه هغه ګلالی ماشوم په سپین کفن کي د څوارلسم سپوږمۍپه شان پروت یې اوپه نازک مخ دي داغونه ښکاري اوزماپه شان څوبې وسه وګړي به په ساندو،ساندودرته ژاړي ؟


نه، احتیاط کول پکاردي ! دافغانانودژوندبیړۍ څپڅپانده ده ،کله چي له شینډنډه تېرشوې بیاکوم خاص خطر. . . . . .

نه ،یاره غیبت به نه کوې دفراه غله داسي نه دي ،دهغویوازي له پیسوسره کاردی، که یې کله ودرولې بس هرڅه چي درسره وي هغه به درڅخه واخلي اویوڅوکونداغه به دي ووهي ،نوکه یې ډیر ظلم درسره وکئ دځان سره به دي یوسي ،ترهغه وخته چي ستاله خپلوانوله خواپیسې ورته رسیږي، تابه پرسره کړي تبخي باندي دروي ،یابه دي دپیسودځنډپه وخت کي دبدن غړي په تیره چاړه غوڅه وي، فکریې مه کوه که هرڅه دي اخرخپل پښتانه  خودي، دفراه څخه خوښه بېغمه تیرسوې .

اوس نوپه ښایسته هلمندورګډسوې ، هلمندکي بس په غوږوکي ګوتي ونیسه ،دهیچاخبره مه اوره، په سترګوپر سړک هیڅ هم نه ښکاري، په هغه څه بیاته سرمه ګرویه چي په اطرافوکي کیږي ،مه له چانه پوښتنه کوه چي …..

دلته خوبه پرکورونوبمبارونه نه کیږي؟؟

دلته خوبه پرنیموشپونړیوال سوله ساتونکي  ښځي اوماشومان دخواږه خوب څخه دهغه بمنوپه درز نه ویښه وي ،چي دکورونوددروازو دالزولولپاره کارولکیږي اوسوله ساتي خوبه په ډیره بې شرمي سره دکوروتلاشیاني نه اخلي ؟؟

دلته خوبه په رڼاورځ له خلکوڅخه دهغه بې منطقه غلوله خواچي جعلي دي که  . . . . یونیفورم یې په تن وي موټر،نغدي اونوره شتمني نه لوټول کیږي ؟؟

دلته خوبه دمازي شک په تورچي(( تاسي له یرغلګروسره همکاري کوی)) دځوانانوسرونه  له تنه نه غوڅول کیږي؟؟

دلته خوبه دهغه چاله خواچي ځانونه مجاهدین بولي ،دکورودمينځ څخه پریرغلګرو فیرونه (ډزي) نه کیږي، چي په مقابل کي نړیوال سرتیري ځان ته پلمه پیداکړي اوپرکورونوکربلاجوړه کړي ،داسي درانه بمونه وغورځوي ،چي له هیبته یې دتورسرواوماشومانوکړیکي داسمان کنګرې ولړزوي؟؟

دارنګه ډیري پوښتني شته چي له چانه به یې نه کوې ،خوکه یوڅومیوندوال راوتلي ول اولاریې بنده کړې ول ،پام چي خوابده نه کړې زموږله چارواکوسره داحتجاج کوونکو لپاره یوسنجول سوی پلان شته ،چارواکي داسي پیښولره ډیرژرځان رسوي ،کله چي چارواکي راسي واردواره به پرته له کومي پوښتني احتجاج کوونکي دډانګانواوکونداغانوتربریدلاندي کړي، که په هغه یې هم احتجاج کونکي نه کړه تیت پرک ،بیانواسانه کاردی دکلاشنکوف خولې به پرراخلاسي کړي ،چی یوڅواحتجاج کونکي ورڅخه وولي بس لاربه خلاسه شي ….

نوبه دخیره دکندهارپه ګلورینه سیمه ورګډسې دکندهارپه هوا بیازماهم ښه سرنه خلاسیږي ماڅه کوې چي لوی ،لوی کارپوهان نه پوهیږي ،چي کندهارکي بیاکومه لوبه شروع ده خویوه خبره له یاده مه باسه هغه داچي کندهارکي . . . . . .  


نوربیاداړتیاپه صورت کي .

تبصره نسته

  1. m, nayam afghan, sahiba, qurban di tar qalam sam ,yawazi da kandahr pa hawa na balki aos kho mo pa tola afghanisatn sar na khlasizhi,aos ham dasi da marg pa khob weda khalag sta , chi na ya da dai wahshi aow zalim hakomat zulam wa zrda ta lawizhai, aow na ya da salibi spyano salibi jang zrda ta lawizhai,aos ya ham dostan boli, aow wayi watan ra ta jorda wee,bal bai namosa bya da injono pa makhono tizab pashi, aow wayi da jahad dai, spisali jahad ham bad nam kawee.dera manana, staso da noro likanoo pa intizar..

  2. افغان صاحب پر عمر او قلم دي بركت سه. ډېر لوى واقعيتونه دي په ساده خو هنرمندانه انداز بيان كړي دي.

  3. افغان صاحب
    ریښتنی افغان زړه سواند افغان ستا د شایسته کلام نه جارسم نو ر ستا د کلام لپار دتعاریف حد نسته