کور / z_buitenland_news -- 5 / عرب متحده اماراتو د نړۍ تر ټولو لوی بيرغ پورته کړ

عرب متحده اماراتو د نړۍ تر ټولو لوی بيرغ پورته کړ

د عربو متحده اماراتو د نړۍ تر ټولو لوی بيرغ په ابوظبۍ ښار کې پورته کړ.



د عربو متحده اماراتو د خپل هيواد  د جوړېدو د شپږ دېرشمې کليزې په وياړ د نړۍ تر ټولو لوی بيرغ په ابوظبۍ ښار کې پورته کړ.



دغه بيرغ د شيخ زايد بن محمد بن زايد النهيان له خوا د نړۍ د بيرغ په تر ټولو هسکه لکړه وځړول شو.


د بيرغ اوږدوالی ۳۰ متره او بر يې ۱۵ متره دی.


د بيرغ د اوچتولو دغه مراسم د ابوظبۍ شاهزاده او د اماراتو د وسلوالو ځواکونو د ستر قواماندان د مرستيال شيخ محمدبن زايد النهيان په درناوي جوړ شوی و.