کور / z_buitenland_news -- 5 / (سي ای اې) په يوه پټ پروګرام پيل کړی

(سي ای اې) په يوه پټ پروګرام پيل کړی

لاس انجلس ويبپاڼه ليکلي چې د امريکا مرکزي استخباراتو (سي ای اې) په يوه پټ پروګرام پيل کړی، هغه ايرانيان چې د ايران په اټومي پروګرام کې دنده لري، وهڅوي تر څو لوېديځ ته پناه راوړي.


دغه پروګرام چې د (مغزونو تصفيه) نوم ورکړل شوی د سپينې ماڼۍ په امر او خوښه په 2005 کال کې پيل شوی تر څو د ايران اټومي پروګرام ته له دغې لارې زيان ورسوي.


ويل کېږي چې د دغه پروګرام يوازي او يوازې موخه د ايران اټومي ځواک ته زيان اړول دي.