کور / تازه خبرونه / افغان ولسمشر كويټ ته روان شو

افغان ولسمشر كويټ ته روان شو


افغان ولسمشر حامدکرزی نن د کويټ د شاهي دولت له بلنې سره سم د هغه هيواد پر لور روان شو.


د ولسمشر حامد کرزي د دفتر يوه خبريال وويل چې په دغه سفر کې له ښاغلي کرزي سره ډاکټر سپنتا، د ملي امنيت ادارې سلاکار زلمی رسول، د تجارت وزير، د ماليې وزير او يو شمېر د کابينې غړي هم شاملي دي.


ولسمشر به په کويټ کې د نوموړي هيواد له ولسمشر او لومړي وزير سره وگوري.


افغانستان او کويټ له کلونو راهيسې دوستانه اړيکي لري او نوموړي هيواد له افغانستان سره د بيا رغونې په چارو کې په مليونونو ډالره مرسته کړې ده.