کور / تازه خبرونه / بريتانيا له افغانستان سره په خپلو تعهداتو ولاړه ده

بريتانيا له افغانستان سره په خپلو تعهداتو ولاړه ده

 هيواد سره مرستې کوي.


د بريټانيا لومړی وزير”گوردن براون” پرون په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او له ولسمشر کرزي سره يې يوې خبري غونډې ته وينا وکړه..


براون وويل: “بريتانيا له افغانستان سره په خپلو تعهداتو ولاړه ده، او سرتېري به يې تر هغه د ترهگرو پر وړاندې مبارزه کې ولاړ وي تر څو افغانستان يې د دې عناصرو له شره نه وي پاک کړی.


جمهور رئيس حا مد کرزي د افغانستان په امنيت او پر مختگ کې د برتانيې ونډه ډېره مهمه وبلله او يادونه يې وکړه چې د دوی په مرسته به خپل هيواد ته سوله او نېكمرغي راولي.


ټاکل شوې چې ښاغلی براون به تر افغانستان وروسته پاکستان ته هم سفر وکړي.