کور / تازه خبرونه / چارواكي : په هلمند كې مو پنځه ويشت وسله وال …

چارواكي : په هلمند كې مو پنځه ويشت وسله وال …

چارواكي : په هلمند كې مو پنځه ويشت وسله وال طالبان وژلي 



په هلمند کې د ملي اردو يوه قوماندان ډګرمن عبدالودود نجرابي وويل: تېره ورځ يې د سنګېن ولسوالۍ په شمالې برخو کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې 25 طالب جنګيالي وژلي او تر 40 زيات يې ټپيان کړي دي.


ډګرمن نجرابي زياته کړه چې، اوس هم په سيمه کې د10-12 جنګياليو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.


ده وويل چې، په عملياتو کې د ملي اردو سرتېرو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی. خو له بلې خوا


د هلمند ولايت د سنګين امنيه قومندان غلام علي وويل چې نن سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې مخالفو وسلوالو کسانو د ولسوالۍ پر مرکز د توپونو او توغنديو بريد ترسره کړ.


امنيه قومندان زياته کړه، هغه مهال نښته پيل شوه چې په ځوابي بريد کې د ايساف ځواکونو له لوري پکښې له هواي بريده کار واخيستل شو.


ويل کېږي چې د مخالفينو پټنځايونه هم بمبار شول چې په پايله کې يې د ملابور چې سيمه ييز طالب قومندان دی، په مشرۍ 11 تنه مخالف وسلوال ووژل شول.


د ده په وينا په هوايي بريد کې ملکې وګړو ته هېڅ ډول ځاني زيان نه دی اوښتی.