ميدان وردګ :دحيواناتو درملنې په خاطرد درملومرسته وشوه
د کرنې او مالدارۍ وزارت د حيواناتو د درملنې او واکسين په خاطر د ميدان وردګ ولايت دکرنې رياست سره د يوه اندازه درملومرسته وکړه ، دا خبره د ميدان وردګ ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا لراوبر ته په راغلې خبرپاڼه کي ياده سوې ده .
خبرپاڼه د دې ولايت د کرنې او مالدارۍ ريس انجنينر فضل عمر له خولې ليکي چي دميدان وردګ ولايت چې ټول غرونو پوښلې دى دمالدارۍ لپاره ښه مناسب دی خو د زيات غرنيزتوب له امله پکې د ژمې په موسم کې زياته واوره کيږي او د واورې د اورښت له امله پکې ژويې او کورني حيوانات زيات زيانمن کېږي چې د سږ کال ژمې لپاره پکې د حيواناتو د درملنې او واکسين په خاطر د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د يو اندازه درمليزو توکيو مرسته شوې ده چې پکې ( ٤٠ )څلويښت زره د PPR وآکسين دوا،( ٥٠ )پنځوس زره د انترتوکسيما واکسين،(٥٠) پنځوس زره د انترکس واکسين،(٣٠٠) درې سوه دليوني سپي واکسين او( ٦٠ )شپيته ليتره د پارانيل شربتونه شامل دي.
د کرنې ريس په وينا د دغو ردملو په توزيع کېدلو سره به دکورنيو حيوناتو د ناروغيو کچه راټيټه شي.مګر په مجموعي ډول باندې دحيواناتو دناروغيو د له منځه وړلو لپاره دغه درمل کافي نه دي.
د ميدان وردګ ولايت د حيواناتو سره د درملو د مرستي اعلان په داسي حال کي کېږي چي په پلازمېنه کابل او نورو لويو او وړو ښارونو کي د جګړو د سيمو بېځايه سوي کډوال د سرپنا او خوراکي توکو نشتوالي د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي دي .