کور / تازه خبرونه / مسلمان هيوادونه دي د اسرائيل پر ضد د جهاد اعلان وكړي

مسلمان هيوادونه دي د اسرائيل پر ضد د جهاد اعلان وكړي

د اسرائيل په ظلمونوكې د اسلامي نړۍ واكمن سل په سل كې شريك دي .


 


مسلمان هيوادونه په خاصه توګه ټول عربي هيوادونه دي د  اسرائيل پر ضد دجهاد اعلان وكړي .


دا خبري د جمعيت علماء اسلام نظرياتي ډلي يو مخ كښ حافظ فضل محمد بړېڅي د جنوبي پښتونخوا  په مركزي ښار كوټه كي و يوې احتجاجي غونډي ته د وينا پر مهال وكړې .


 


دا غونډه چي د كوټي ښار په باچا خان څلور لاري كي جوړه سوې وه مخه يې  د اسرائيل له اړخه پر غزه باندي د بمبارۍ غندل و.غونډي ته د حافظ فضل محمد بړېڅي تر څنګ مولاناعبدالقادر لوڼى ،مولانامحمودالحسن قاسمي،حاجي سيد عبدالستار شاه چشتي،حافظ صبغت الله ،ډاكټرنظام الدين ،سيدعبدالوهاب آغا او مولاناعبدالرحيم هم خبري وكړې .


وينا والو وويل چي د نړۍ تر ټولو ستر ترهګر امريكا،اسرائيل او بريطانيه دي . د هغوي په وينا د اسرائيل په خپل سر هيڅ حېثيت هم نسته .هغه چي هر څه كوي نو امريكا او بريطانيه يې ترشا ولاړ دي . هغوي زياته كړه چي دغه احتجاجي غونډه د بې بنسټه اسلامي كونسل  ،امريكا او د ټولي نړۍ له خوا د اسرائيل پر ظلم او تېري د پټي خولې په كلكه غندنه كوي او غوښتنه كوي چي د اسرائيل د ظلم او بربريت مخنيوى دى وكړل سي .