کور / شعر / غزل

غزل

ستاپه ګمــان به ليــونــي ښــكارمــه               


خوتـــخيل مـــي ليــونـــوتــه شــوي


 


زه چي هرڅــه ســندري وبــولمـــه


هريــوغــزل مي لــيونوتــه شــــوي


په هره خواچي شم سرســانده روان


هريــوتكل مــي ليــونوتــه شـــــوي


خپل ترهدفــه پوري نـــه رسيـــــږم


ستړي مــزل مـي ليونــوته شــــوي


دافـغـان زړه دافـغـان مينـــه لــــرم


دبګړي ول مـــي ليـــونـوتـه شــوي


 


رحيمي هرڅـوك ليونوكـي شمـاري


ويجاړاوربل مـي لـيونوته شـــوي