په نړۍ باندي د « لېډرانو » شوم شامت !
څو لنډي ورځي باد به په امريکې کي د جورج بوش منحوسه اته کلنه منفوره فرعوني واکمنۍ پای ته ورسيږي . د هغه سره جوخت به په نړۍ کي يوه نوې دوره چي د اتل عراقي ژورناليست منتظر الزايد د بوټو په ويشتلو سره و خپل اوج ته ورسېده، را شروع سي !
په کلي توګه څوک چي د بوش ودې اته کلنۍ تراژيک او غير مسؤلانه دورې ته نظر اندازي کوي دا پوښتنه يې خودبخوده په فکر کي راګرځي چي آيا زموږ دغه ارته نړۍ په اخلاقي فساد کي يوه ککړه ټولنه سوه او که داچي نړۍ په سياسي عرصه کي د ملتو د شخصيتود را سپړېدلو د زوال سره مخامخ ده ؟
په دې لړ کي کله چي تېر کال سرکوزی د فرانسې غوندي اروپايي او يو مطرح هيواد د جمهور رئيس په حيث و ټاکل سو، نو دې ټاکني يوه تاريخي خبره هم را پورته کړه او هغه دا چي په فرانسه کي هغه وتلي ميټرايان، هغه نامتو پومپېډو ګان، هغه کيندلي ډوګوليان او هغه ډېر داسي نور وتلي شخصيتونه چيري غيب سوه؟
کله چي څوک زموږ د زمانې د غه اوسني سياست پوهان د سرکوزي او بوش غوندي لېډرانوسره پرتله کوي نو دغه سوچ يې بلفعله په ذهن کي را ګرځي چې ايا دغه تراژيدي يوازي په فرانسه او امريکې کې ليدل کيږي او که بل ځاي هم څوک پل پسې را اخيستلای سي ؟
دا څه ټکه ولوېده چې زموږ په دې اوسنۍ زمانه کي دداسي لوړو انسانانو کمي که په فکري لحاظ وي او که په اخلاقي لحاظه د نن ورځي په سياسي صحنه کې لږ شاني ظهور کوي؟ دا څه پېښه سوه چې دنن ورځي د با تدبيره او مهذبه سياستپوهانو ظهور او د هغوی هر اړخيزه وړتيا او پوهاوی و دغه اوسنۍ شرمناکي وضعي ته راټيټه سوه ؟ دا څه پېښه سو ه چي نن، د سياست کولو وظيفه پر دابله خوا را واوښته ؟
تاسو دغه د نن ورځي سياستپوهان لږشاني د پرون سره پرتله کړی .: مثلاً د روسيې «يلټسين» د «ګورباچوفه » سره، يا د مليشيا احمدبداوي د ماهاتير محمد سره، د چين «جيانګ زيمين» د «ډينګ شاوپينګ» سره؛ يا همدغه په پښه تړلی د امريکا« جورج بوش» د «جان ايف کينډي» سره؛ يا د فرانسې « ژان شيراک» د « شارل ډوګول » او بيا د سرکوزي سره؛ يا هماغه دوه مخی شرلاټان «ټوني بلير» د «وينستون چرچيل» سره؛ يا د سوريې «بشار اسد» د خپل پلار «حافظ الاسد» سره، يا همدازموږ نر «ډاکټر نجيب الله» چي د شخصيت پر څو بعدي نبوغ او افغاني مسؤليت يې پرده غوړول کيږي د اوسني امريکايي مزدور حامد کرزي او دهغه د نورو پلورل سوي او بدنامه جهادي « لډرانو» او داسي نورو جهاديانو سره… تاسو په هر لحاظ چې وي دوی يو د بل سره مقايسه کړی نو د دوی په فهم او دانش کي، دهغوی د وطنپالني او انساندوستی په معيارونو کي، د هغوی په اخلاقي او عقيدتي پابنديو کي، هغوی که وګوری چي دخپلو اسلافو او راتلونکو ځايناستو سره څومره د مځکي او اسمان تر حده پوري فاصله لري ؟
ددې وجه څه ده او دا ولي نن دنړۍ د سياستپوهانو او لېډرانو د پوهاوۍ ، دراکيت او مسؤليت سطحه دداسي زوال او لوی شرم سره مخامخ کيږي؟ دا ولي ټوله داسي د کرزي غوندي لاسپوڅي او د دوستم ، رباني او نظاري او وحدتی غوندي وطنپلوري کسانو په څېر راوزي ؟ !
نن ليدل کيږي چي امريکا هره ورځ د نړۍ په هر کونج کي د جورجيا میخائیل ساکاشویلی غوندي لاسپوڅي د سياست و ميدان ته را باسي څو خپلي نخشې ور باندي تطبيق کړي . د داسي اشخاصو افتخار يوازي د هغوی ناوړه او شرمناکه ګذشته ده او بس ! امريکا زموږ په هيواد کي په دوستم، شوروای نظار، د هزاره ګانو ايراني مزدورانو او يا دېته ورته کسانوباندي ديموکراسي تمثلوي ،کوم چي پخپله د دیموکراسۍ پر لمن باندي يو شرمناکه لوی داغ دی . موږ يې وينو چي نن هرمفسد ، هر غل، هرقاتل،هر عوامفريبه، هر ګوډاګی ، هر مفتن ، هر درواغجن او وطنپلوره زموږ په وطن کي و سياست ته مخه راوړي ، هر قطاع الطريقه، قاتل ، لوچک ، د بيت المال غل او د عوامو قاتل د مجاهد و مرتبې ته ځان رسوي او هغه چي په دولت کي ونډه لري نو بيا لا زياته نوره ونډه هم غواړي . دا ولي ؟ ؟
خو يو څه چي د چا لړمون خوړينوي هغه داچي ددې سره سره چي په پرمختلونکو او صنعتی هيوادونو کي د سياستمدارانو د کيفيت کچه را ټيټه سوېده او د زوال په لوري درومي خو ددې دوو ډلو هيوادو په مينځ کي يو اساسي او بنيادي توپير هم سته او هغه داچي :
نن سبا چي د افغانستان په څېر د دريمي نړۍ په هيوادو کي سياستوال د پردو لخوا نازليږي، او د هغوی په ډيکټه او فرمان اکټ کوي، نو د ځانه سره لکه د کرزي غوندي يو ټيټه او پلورل سوې اداره او ټيم هم را نازلوي اود خلکو مقدرات هم په لاس کي نيسي . د شرمه ډکه ديموکراسي ورباندي تمثيلوي او لوی تاريخي شرم ورباندي پرېږدي . خو د فرانسې سرکوزی، د جرمني انجلا مرکل او داسي نور هيوادونه د هيواد تر ټولو مدبره او توانمنده سياستپوهان او مشاورين راغونډوي او په خپله کاري ډله کي يې ګوماري . که دسياست په ډګر کي مقتضيات دا ايجابوي چي ددې هيوادو د سياست اصلي بازيګران او مهرې په سياسي نمايشناموکي خپل نقش و لوبوي ، خو د ملي مسائلو په بنيادي مجموعې کي بياداسي کسان هم ځانونه ځايوي چي د اساسي او ملي موضوعاتو په حل و فصل کي بنيادي ستونزي ليري کوي . نتيجه دا چي سياست په نړی کي نن هم حرفه ای دنده ګرځېدلې ده او هم د رشيد دوستم، سياف، د شورای نظار او حزب وحدت د بدماشانو او لوچکانوغوندي اراذيلو دتاخت و تاز ميدان ګرځېدلی دئ چي بوش ديموکراسي ور باندي پلي کوي .
آيا په رشتيا د نړۍ سياست نور و ګانديانو، منډيلاګانو، نهرو ګانو ، ټيټو ګانو ،ناصرانو، نجيبانو او داسي نورو … ته اړتيا نلري ؟آيا په رشتيا د نړۍ په دې آشفته بازار کي څوک بايد داسي و انګېري چي بالا د ژوند مسير ټاکل سوی دی او هر څوک چي پر کښېنوي نو بس په هيوادو کي به بحرانونه او ستونزي خود بخوده له مينځه ځي ، ډيموکراسي به اعاده کيږي او د تروريزم جړړي به ورباندي ايستل کيږي؟ .
آيا څوک بايدڅوک داسي کودن سي چي نور نو د لويو فکرو خاوندان ، پر وطن مين بچيان د مځکي پرمخ ملي اتلان چي د مظلمو پرګنو او هيوادو د مينځه به را پاڅي او دظلم او تشدد و مخي ته به ودريږي، نور ميدان نلري ؟ .
نن سبا به ښايي د سياستمدارانو د پوهاوی او اخلاقي وړتيا سطحه د بوش يا نورو… و کچي ته را لوېدلې وي خو د تاريخ څرخ خپله لاره وهي او ضرور به خپل بهير لکه پرون غوندي پر مخ بيايي . هغه وخت به بيا داسي حالت راځي چي ددې بحرانو وحل ته به لکه پرون غوندي، يو ځل بيا د خپلې زمانې وطنپاله سياستمداران و ميدان ته راباسي او حماسې به ورباندي جوړوي .
هغوی به لومړی خپلي ملي او د پراخو پرګنو ګټي سنجوي، وروسته به يې په دې يا هغه پسې را ګزي چي دا څوک وو او څه يې کړي وه!!