د كوټي پر اورګاډۍ د وسله وال بريد له امله ۱۳ تنه ټپي سوي
خان زمان کاکړ
اور ګاډۍ ’’ كوئټه ايكسپريس ’’ له پېښور څخه كوټي ته پرلاره وه چي د نامالومو وسله والو له بريد سره مخامخ سوې
د مالوماتو له مخي له پېښور څخه كوټي ته تلونكې اورګاډۍ ’’ كوئټه ايكسپريس ’’ له سبۍ سره نژدې د بختياراباد په سيمه كي د نامالومو وسله والو سانو له اړخه له يو وسله وال بريد سره مخامخ سوې چي د يوې وړوكې نجلۍ او دو مېرمنو په شمول ديارلس تنه په كې ټپيان سوي دي .
د ټپيانو له جملې څخه د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل سوى دى او هغوي د كوټي ښار ته لېږل سوي دي .
د پېښي پړه يوې بلوڅ وسله والي ډلي ’’ بلوڅ ريپبليكن ارمي ’’ پر غاړه اخيستې ده .
« غزل