ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | جنوري 3rd, 2009


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په حواله لیکلي دي چې د بودیجې د نشتوالي په صورت کې د انتخاباتو جوړول ناممکنه دي.

ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د تیر کال پیښو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کال کې افغانستان د خونړیو حملو شاهد وو.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ملي اردو وړتیاو ته کتنه کړې او هغه هیلې هم منعکس کړې چې پدې برخه کې موجدې دي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان پاکستان او ناټو ترمنځ شوې درې اړخیزې غونډې ته په اشارې چې پرون په کابل کې جوړه شوې وه د ترهګرۍ په خلاف د مبارزې برخه لیک څیړلې دې.

ورخباڼې په عینې حال کې به یو خبر کې لیکلي دي چې ولس مشر کرزي د پاکستان د وسلوالو ځواکونو له لوې درسیز جنرال اشفاق کیانې سره ولیدل او د ترهګرۍ په خلاف په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې دا خبر ورکړې چې د سردار محمد داؤد خان مړې به په بوره درښنت په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ غټ سرلیک دې مسلې ته ځانګړې کړې چې ایران په نیمروز ولایت د اوبه نل لیکه بنده کړیده.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې له دې کار سره د نیمزو خلک اوس د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ملګرو ملتونو د نوي رپورټ ځینې برخې خپرې کړي چې پکې د طالبانو هغو هڅو ته کتنه شوې چې ددې  ډلې د پیاوړې کولو لپاره يې کوي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې مسله راغستې او لیکلي دي چې  پکارده چې ددې کار لپاره باید یوه ملي  کمیټه جوړه شي.

په ورځپاڼه کې نشه يې توکو ته د معتادینو د لاس رسۍ په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي چې د پخواني شوروي اتحاد علم او فرهنګ ودانۍ د نشه يې توکو د خرڅ لاو او  معتادینو د راټولیدو په مرکز بدل شوې دې.

په ورځپاڼه کې په خوست ولایت کې د بیارغونې بهیر ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي چې دا ولایت پدې برخه کې مخکښه دې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د یوناما رول څیړلې او لیکلي دي چې دا اداره کولې شي چې په افغانستان کې په ټولنیزو خدماتو کې بدلون راولي.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د هیواد په لرو پرتو سیمو کې د خوراکي موادو د کمښت له پلوه د خلکو اندیښنې پخپل ځاې پاتې دي.


د افغانستان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د طالبانو نویو تکتیکونو ته په اشارې لیکلي دي چې د وخت په تیریدو سره دا ډله د خپلې بریا لپاره له نویو تکتیکونو څخه کار اخلي.

ورخپاڼې د موسې قلعه د ولسوال په کور د طالبانو د حملې په اړه هم یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې پدې حمله کې شل پولیسه وژل شویدي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې ولس مشر کرزي ته په خطاب کې  لیکلي دي چې ښاغلې ولس مشر ادارې فساد اووه کلن شو.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې  د خپل لومړي مخ په سر کې  لیکلي دي چې د اربکیو جوړول لغوه شوي او اوس د هغې پر ځاې له قومي شوراګانو سره په ګډه د کار کولو په اړه خبرې روانې دي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د دیموکراسۍ روان بهیر څیړلې خو لیکلي دي چې اوس هم د هغې لپاره تمرین کیږي.

«

Copyright Larawbar 2007-2024