د افغانستان د کرکټ لوبډلې په لاهور کې لوبه وګټله.

34 | جنوري 3rd, 2009


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ په لاهور کې د لاهور کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ارجنټاین سیالیو ته چې د روانې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې به ترسره شي د تیاریو په درشل کې خپل لوبه د جمعې په ورځ په لاهور کې وګټله. لاهور د پاکستان د کريکټ ملي مرکز دى او د دغه ښار گڼ شمير لوبغاړو ملي لوبډلې ته لار موندلې ده .


پدغې لوبه کې لومړی د لاهور لوبډلې بېټېنګ ته ملا وتړله ولې وی نه شوای کړی د افغان چټک بالرانو د بالونو ګوزار ته ټېنګ شي. اتل ستوري هستي ګل عابد لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې ده پدی لوبه کې ۴ ویکټې واخېستې او شل منډی پری وشوې. په افغان بالرانو کې محمد نبي عیسی خېل هم غوره لوبه وکړه هغه دوه لوبغاړي وسوځول، دولت احمدزي هم ښه لوبه وکړه، په افغان بالرانو کې د افغانستان سرمایه حمید حسن ونه لوبېد. حمید حسن لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دی به څلور ورځې ارام کوي هغه ته ناروغي پيدا شوي ولې په افغانستان کې د کرکټ مینه وال حمید حسن ته دوعاوې کوي ترڅو د ارجنټیان لوبو ته روغ جوړ وي.


د لاهور لوبډله په ٤٠ اوورونو کې يوازې په ١٠٤ منډو وسوځيده . ولې د افغانستان د کرکټ روزونکی یا کوچ کبیر خان دا هدف د تمرين په نيت ٢٢٠ مندې وټاکلې چې د اوو لوبغاړو په سوځيدو يې ترلاسه کړ . د افغان منډه جوړونکو له خوا کريم صادق٧٣ ، اسد الله ٣٩ ، نوروز منگل ٣٠ او ريس احمدزي بې له سوځيدو ٢٠ منډې وکړې . اتل ستوري ریس احمدزي لر او بر ویبپاڼې ته وویل دوی به انشا الله د ارجنټاین لوبو ته ښه تیاری ونیسي.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ښايي د جنورۍ په ۱۴ ارجنټاین په لوري وخوځېږي او هلته به له یوګاندا سره د جنورۍ په ۲۴ پيلیزه لوبه وکړه بیا له هانګ کانګ سره او څلورمه ورځ به له کوربه ارجنټاین ، في این جي او پنځمه لوبه له کیمیون ایسلینډ سره وکړي، له دریم ډویژن نه به دوه غوره لوبډلې په اپریل کې لومړی ډویژن ته لار مومي.

«

Copyright Larawbar 2007-2024