قاضي حسين احمد د ګوند له مشرۍ لاس اخلي

34 | جنوري 3rd, 2009



د پاکستان د جماعت اسلامي مشر قاضي حسين احمد وايي نور نه غواړي چي د ګوند مشر پاته سي.
د لاهور په منصوره کي له جيو نيوز سره په يوه مرکه کي نوموړي وويل، تقريباً ٢٢ کاله يې د دې ګوند مشري وکړه، خو داچي اوس مريض دئ صحي حالت يې اجازه نه ورکوي چي د ګوند مشري وکړي.
نوموړي د جماعت اسلامي ګوند له مشرانو جرګه ګۍ څخه غوښتنه وکړه چي د مشرتابه آينده ټاکنو ته دي د ده نوم نه وړاندي کوي.
د قاضي په وينا د دې ګوند بنسټ ايښودونکي مولانا ابوالاعلى مودودي او ميا محمدطفيل هم په خپله خوښه دا چاري ته ده پرې ايښي وې.
د جماعت اسلامي ګوند د تګلاري له مخي په هرو پنځو کلونو کي د ګوند مشر د پټو او ښکاره رايو پر اساس د ګوند د غړو له خوا ټاکل کېږي، چي د اپرېل په مياشت کي به دې ګوند ته نوى مشر غوره سي.
جماعت اسلامي د پاکستان تر جوړېدو دمخه د ١٩٤١ کال د اګست پر ٢٦ –مه د هند په لويه وچه کي د مولانا ابوالاعلى مودودي له خوا چي يو د ديني علومو عالم و د مصر د اخوان المسلمين ګوند څخه په الهام رامنځته سو.
قاضي حسين احمد تر مولانا مودودي، ميا طفيل احمد را وروسته د دې ګوند دريم مشر دئ.
د ګوند مسئولين وايي د قاضي حسين احمد د غوښتني تر منظورۍ وروسته به د جماعت اسلامي درې مخکښ غړي سيدمنور حسين، لياقت بلوڅ او سراج الحق د مشرتابه دپاره مبارزه کوي.

«

Copyright Larawbar 2007-2024